د لاسرسي ځای

کویت او بحرین له شامه خپل سفیران راوېستلي


کويت او بحرين په داسي حال کي له شامه خپل سفيران رابللي چي په دغه هيواد کي د پوځ لخوا په حکومت مخالفه مظاهره چيانو خونړۍ چاپي دوام لري .

د کويت د بهرنو چارو وزير ويلي هغوي خپل سفير د مشوري لپاره رابللي دي ، نوموړي زياته کړه چي څوک هم په شام کي د عام ولس وينه تويول نه شي قبلولي .د بحرين د خارجه چارو وزير هم په ماناما کي دا ډول څرګندوني وکړي.

بلخوا د عرب ليګ جنرل سيکتر نبي العربي ويلي د عربي نړۍ ستونزي په يوه ورځ کي نه شي هواريدي

ياده دي وي چي د اتوار په ورځ سعودي عرب هم د شام څخه خپل سفير راوبللو او د شام پوځ لخوا يي د پنځه مياشتو راهیسي په خپل ولس د تشدد په سختو ټکو غندنه وکړه.
XS
SM
MD
LG