د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار سیاسي تشه به څنګه ډکېږي؟


په کندهار کې د ستر احمدشاه بابا مقبره
په کندهار کې د ستر احمدشاه بابا مقبره



په کندهار کې د ځينو چارواکو وروستيو هدفي وژنو د دې ولايت خلک اندېښمن کړي دي. د کندهار خلکو سترګې کابل ته نيولي، چې د بانفوذو قبايلو د رقابت تر پيل او طالبانو ته د زمينې تر برابرېدو مخکې، د قدرت خلا ډکه کړي.


په کندهار کې معمولاً په روژې مياشت کې ورځنى کار و بار او فعاليت ورو کېږي، خلک چې له سهاره تر ماښامه روژه نيسي، د ګرمۍ له کبله له کورونو نه راوځي.

خو د سږ کال روژه له اندېښنو سره ملګرې ده، په دې ولايت کې د څو چارواکو وژنې خلک وېرولي دي. دوي تشويش لري چې ايا د نوېو کسانو ټاکنه به د کندهار امن ښه کړي که نه؟

کندهار اته لکه نفوس لري او د افغانستان په جنوب کې د قدرت او سياستونو د ثقل مرکز دى.

خلک په خصوصي بحثونو کې د هغې خلا خبره کوي، چې د ولسمشر کرزي د ورور احمد ولي کرزي او د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د وژل کېدو له کبله په ښار کې رامنځته شوې ده.
احمد ولي کرزی چې د خپل یو پخواني ساتونکي لخوا په کندهار کې ووژل شو


امير لالى چې د مجاهدينو پخوانى قوماندان و او په کندهار کې يې په واکمن ائتلاف کې مهم نقش درلود، تېره اوونۍ د زړه د سکتې له کبله مړ شو، دې مسئلې هم خلکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.

دوې مياشتې مخکې، د کندهار امنيه قوماندان خان محمد مجاهد چې د شوروي پوځ او طالبانو په وړاندې يې مبارزه کړې وه، د يوه مشکوک طالب په ځان وژونکي بريد کې ووژل شو.

پوښتنه دا ده، هغه خلا چې د بېلابېلو قبيلو د سرلارو د نشتوالي له کبله رامنځته کېږي، څنګه به ډکېږي؟

که څه هم د کندهار دغه ائتلاف دومره غښتلى نه و، خو لږ تر لږه يې د طالبانو د راستنېدو مخنيوى کړى و.

بله پوښتنه دا ده چې ايا کابل به د نويو چارواکو د ټاکلو لپاره له پخواني فورمول څخه کار واخلي او د نظام وفادار کسان به وټاکي يا به سيمه هغو کسانو ته وسپاري چې له طالبانو سره چندان دښمني نه لري؟

کله چې طالبانو په سيمه کې سر رااوچت کړ، ځينو دغو قوماندانانو دوى ته مالي سرچينې په واک کې ورکړي.

په منځ کې د ننګرهار د اوسني والي ګل اغا شېرزي نوم اخيستل کېږي، چې کېدى شي د کندهار د والي په توګه وټاکل شي، که داسې وشي د کندهار لپاره به د کابل له خوښې سره سم يو قوي او بانفوذه سړى وټاکل شي.

د کندهار يو اوسېدونکى حاجي امين په دې باور دى چې کندهار ته د ګل اغا شېرزي راتګ به امنيتي وضعيت ښه کړي:

تر یو حده پورې خوشبینه یو چې که ګل اغا شیرزی راشي امکان شته چې امنیت ښه شي او که بل داسې څوک راشي چې دلته نفوس هم ونلري نو کیدای شي چې امنیت خراب شي.”

خو د شېرزي برياليتوب په اوسنيو شرايطو کې چې نړيوال ځواکونه له کندهاره وتلو ته چمتو کېږي، تضمين کېدى نه شي.

له بله پلوه د کندهار وضعيت تر هغه ډېر پېچلى دى، چې تصور يې کېده او د نړيوالو ځواکونو وروستيو عمده بريدونو په دې ولايت کې نوې شخړې او دښمنۍ ايجادې کړې دي.
د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي چې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

د کندهار يو اوسېدونکى يماګل وطندوست وايي، احمد ولي کرزي په سيمه کې دوامدارې تربګلوۍ کمې کړې وې او د هغه د تشې ډکول به له چلينجونو سره ملګرى وي:

دده تر مرګ وروسته به دده د کورنۍ غړي یو څه ارام کړي خو په هغه اندازه نه کوم چې احمدولي دا کار کولای شوای خامخا به قومي تربګنی رامنځته کیږي خو لکه څنګه چې احمدولي ورته دپای ټکی ورته ایښودلای شوای یا يي د سولې له لارې حلولای شوای په هغه شکل يي کیدای شي بل څوک حل نه کړي.”

د بېلابېلو ډلو ټپلو ترمنځ همکاري په کندهار او ورڅېرمه ولايتونو کې د سولې او کرارۍ اساس جوړوي.

د کندهار يو تحليل کوونکى محمد عمر ساطع چې وضعيت له نژدې څاري، وايي له سيمې دباندې قوتونه هڅه کوي له اوسنيو نامطمئنو شرايطو او قبيلوي تربګلويو په استفادې وضعيت د خپلې خوښې مطابق واړوي.

کندهار او ورڅېرمه سيمې يې له ايران او پاکستان سره ګډ سرحد لري، کابل، اسلام اباد او تهران د سخت دريځو وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

ساطع وايي، کابل په کندهار کې د قدرت د خلا د ډکولو لپاره دوې لارې په مخکې لري:

ددې لپاره یو سم خوزښت پکار دی او سمه اداره پکار ده چې تر څو دلته د واک انډول په قومي نظر سره ساتل شوی وي.”

په هر حال، د اوضاع څارونکي په دې باور دي چې ځينې بانفوذه اشخاص د قدرت لپاره اختلافاتو ته لمن وهي.

په سيمه کې د مخدره موادو له درکه لاسته راغلې ګټې، د قدرت پر سر د رقابت عمده علت ګڼل کېږي.

په سيمه کې د نشه يي موادو کر د ١٩٨٠يمو کلونو پرمهال د شوروي اتحاد د اشغال د پاى په کلونو کې دود شو. هغه وخت د مجاهدينو زياتو مقتدرو قوماندانانو د مخدره موادو د قاچاق او کښت له درکه لاسته راغلې پيسې جېب ته اچولې. د کښت په بدل کې به يې کروندګرو ته پيسې ورکولې او ګټه به يې دوى ته رسېده. سيمه د ١٩٩٠ يمو کلونو د اله ګولې پر مهال د نړۍ په کچه د مخدره موادو په لوى توليدوونکي مرکز بدله شوه.

کله چې طالبانو په سيمه کې سر رااوچت کړ، ځينو دغو قوماندانانو دوى ته مالي سرچينې په واک کې ورکړي.

په ٢٠٠١م کال کې د طالبانو د رژيم له سقوط سره سم، سيمه بيا د بانفوذو کسانو د دښمنيو او شخړو په ميدان بدله شوه. د ګل اغا شېرزي غوندې د مجاهدينو ځينو پخوانيو قوماندانانو بيا واک تر لاسه کړ او خپل نفوذ يې د بيارغونې د پروژو او امنيتي قراردادونو په اخيستو لا پسې پراخ کړ.

پر ګل اغا شېرزي دا تور هم پورې دى، چې خپل مخالفين طالبان ګڼي او دوى مجبوروي، چې له طالبانو سره ملګري شي.

دغه ډول تورونو نړيوال ځواکونه اړ کړل چې د مجاهدينو له څو پخوانيو قوماندانانو سره څو امنيتي تړونونه فسخ کړي.
XS
SM
MD
LG