د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی بلدیاتي نظام دي بحال شي:پخواني ناظمان




نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان پخواني ناظمانو له حکومته غوښتنه کړې،چي پخوانی ښاري نظام دي بحال کړل شي .دا غوښتنه له هغه وروسته شوې چي په سیند صوبه کي حکومت د بلدیاتي نظام د بحالولو اعلان وکړ.

د بلوچستان پخوانيو ناظمینو تیره ورځ په یوې خبرپاڼه کي پر حکومت غږ کړی چي په بلوچستان کي دې هم دا نظام بحاله کړل شي چې د د دوي په وینا،د خلکو ستونزې او مسلې په کور او کلي کې حل شي.

د پشین ضلعې پخوانی مرستیال ناظم حضرت علي کاکړ مشال رېډیو ته وویل چي بلدیاتي نظام ډیر ښه وو.د خلکو ستونزې هلته د دوی له کورو سره حل کیدې او دوی له ډیرو پریشانیو خلاصیدل.

ده زیاته کړه،دی به د ناظمانو له اتحادییې سره پوره پوره مرسته وکړي او که دوی د نظام دبحالولو لپاره څه هلې ځلې کوي،نو د ده ملتیا به هم ورسره وي.هغه وویل،ټول ناظمان د خپلي دې غوښتني لپاره یو موټي دي

د زیارت پخوانۍ ناظم،محبت خان هم د مخکینی بلدیاتي نظام غوره بولي،خو دی مني چې هغه نظام په ښه توګه نه و کارول شوی.دی زیاتوي:٫٫ناظمانو له ډیر فنډونه او ډیر امدادونه په لاس و راغلل،خو په بد قسمتۍ سره دوی په ښه توګه استعمال نه کړل او و خلکو ته یې هغه ګټې و نه رسېدې چې د دوی په وس کې وو .٬٬

عام خلک په دې اړه څه فکر کوي؟دوی د ناظمانو دوې غوښتني ته په کوم نظر ګوري؟ له مشال ريډيو سره په خبرو کې د ډیرو کسانو ځواب د قیصر خان نومي کس د ځواب په شان وو:٫٫ د ناظمانو نظام موږ نه خوښوو،ولې چې دوی زموږ لپاره هیڅ نه وکړل او ټولې ګټې یې ځان او کور ته یوړې.ناظمان د خپل کور او کلي خلک وو،نو له دې وجي دوی د هیڅ مجرم او هیڅ جنایت کار پر ضد څه نه شو کولی.آخر څه به یې څنګه کول؟هر سړی د ناظم خپلوان،کلیوال یا ښاروال وو،خو په موجوده کمشنري نظام کي دا ګټه ده چي تحصیلدار وي،که اې-سي وي او که ډپټي کمشنر،هغه د بلي سیمي یا صوبې وي،نو ځکه هغه د چا طرفداري نه کوي او دغه رنګه د خلکو ستونزي تر ډیره حده هواري کیږي.٬٬

یاده دي وي چي د کمشنرۍ نظام له پخوا څخه په ټول ملک کي شتون لري،خو پخواني صدر،جنرال پرویزمشرف په ټول ملک کې د ناظمانو نظام نافذ کړو.

د پخواني صدر دا ادعا وه چي د ناظمانو نظام به د خلکو ستونزې هوارې کړي،خو په ۲۰۰۸م کال کي له عاموټاکنو وروسته د نورو صوبو په شان،په بلوچستان کې هم د کمشنرۍ پخوانی نظام بحاله کړی شو،خو اوس په سیند صوبه کې د بلدیاتي نظام د بحالولو وروسته،د بلوچستان پخواني ناظمان هم د خپل نظام د بحالولو په تمه دي.
XS
SM
MD
LG