د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پر حالاتو د پاکستاني پوځ اندېښنې


مجید بابر پراګ

د پاکستان پوځ دګل ورځ په ړومبي ځل د دغه هيواد په اقتصادی سر ښار کي پر روان سياسي او نسلي تشدد انديښنه ښکاره کړي ده چي پکې تر دا مهاله سږ کال کې ۹۷۰ خلک وژلي شوي دي.

ای ايف پي خبري اژانس لیکي چې هغه پوځ چي په دغه هيواد یې د جوړيدو نه پس نيم وخت حکومت کړي دی او تازه ثبوت یې د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۸ کال پوري په اقتدار پاتي کیدل دي. اژانس زياتوي چي کله جرنیلان په راولپنډی د پو ځ په هيډ کوارټر کي د ګل په ورځ راغونډ شول نو د کراچي په اړه يې خپل دريځ ښکاره کړو.

د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون د يو راپور تر مخه په روان کال کي په دغه ښار کی ۹۷۰ کسان وژل شوي دي چې زيات تره پکې غريبانان او پښتانه دي. راپور زياتوي چي صرف درې سوه تنه په تيره مياشت کی ووژل شول.

په دي اړه مشال ریډيو د پوځ د مطبوعاتو د ادارې له یو وياند بريګيډیر عظمت علي نه وپوښتل چې په کراچۍ کې خو تاو تريخوالی له تيرو څو کلونو راهیسې روان دي، نو د پاکستان پو ځ نن ولې ضرورت محسوس کړو چي د ددغه ښار په اړه خپلې انديښنې څرګندې کړي نو هغه وويل ، څنګه چي ټول هيواد انديښمن دي، نو پوځ ته هم انديښنه ده. اوس پدې اړه فيصله کول د سياسي مشرتابه او حکومت کار دی ،خو بيا هم د کور کمانډرانو پدې غونډه کې د کراچۍ په حالاتو پوځ خپله انديښنه ښکاره کړه.ځکه چي دا زياتيدای هم شي، په ټول هيواد کي خورا يدي شي، او د هيواد نورو ښارونه ته هم غځېداي شي.او چي څنګه ټول هيواد انديښمن دي نو ښکاره خبره ده پوځ غواړي حکومت ته وايي ددي ستونزې زر تر زره څه مناسب سياسي حل راوباسي. ٬٬


د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون د يو راپور تر مخه په روان کال کي په دغه ښار کی ۹۷۰ کسان وژل شوي دي چې زيات تره پکې غريبانان او پښتانه دي. راپور زياتوي چي صرف درې سوه تنه په تيره مياشت کی ووژل شول.

ای ايف پي خبري اژانس لیکي د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک په کراچي کی خبريالانو ته ويلي دي چي حکومت داسي ګامونه پورته کړي دی چي غير قانوني وسله ددغه ښار نه ختمه کړي، نو ځکه یې د وسلو لايسنسونه ختم کړي دي.


د پاکستان پو ځ هم په کراچۍ ښار کې د حکومتي امنیتي ګامونو په اړه وايي چې دا به په امنیت ښه کولو کې مرسته وکړي.

په دغه ښار کي دتشد او تاو تريخوالي تور په متحده قامي تحريک چي پکي اکثريت د اردو ژبو دی او په عوامي نيشنل ګوند چې د پښتنو نماينده ګوند ياديږي لګول کيږي.
XS
SM
MD
LG