د لاسرسي ځای


سرچینه : فرانس پریس خبري اژانس
ژباړن : نجیب عامر


یو افغان چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي طالبانو امریکايي ځواکونه په دوکه میدان وردګ ولایت ته غوښتي وو ، چې ددوی هیلي کاپټر په نخښه کړي. په دغه پېښه خونړۍ پېښه کې اته دیرش کسان وژل شوي وو چې دیرش پکې امریکايي سرتیري وو .

فرانس پریس خبري اژانس ته یو افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو و په شرط ویلي چې امریکايي ځواکونه د طالبانو دیو قوماندان قاري طاهر په مخبرۍ نوموړي سیمې ته ورغلي وو او ورته ویل شوي وو چې دغلته دطالبانو یوه غونډه روانه ده .

دامریکا ولس مشر بارک اوباما ژمنه کړې چې داپېښه به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پرمخ تګ مخه ونه نیسي. پینټا ګون هم ویلي چې د شینوک هیلي کاپټر لویدل یوه پېښه وه او دې سره به دامریکا کړن لاره بدله نه شي.

په میدان وردګ ولایت کې شوې دا پېښه په دوه زره یو کال په افغانستان کې د طالبانو له راپرزولو وروسته دامریکايي او ناټو ځواکونو لپاره په یو وخت ترټولو لوی ځاني تاوان دی.

په دې پېښه کې دوه ویشت امریکايي سمندري سیلز کمانډویان ، درې د هوايي ځواکونو دځانګړو عملیاتو سرتیري ، پنځه امریکايي پلي سرتیري ، اوه افغان کمانډویان او یو افغان ژباړن ووژل شول .

فرانس پریس خبري اژانس ته یو افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو و په شرط ویلي چې امریکايي ځواکونه د طالبانو دیو قوماندان قاري طاهر په مخبرۍ نوموړي سیمې ته ورغلي وو او ورته ویل شوي وو چې دغلته دطالبانو یوه غونډه روانه ده .

افغان چارواکي داهم ویلي چې د هیلي کاپټر په نخښه کولو کې څلورو پاکستانیانو هم د قاري طاهر سره مرسته کړې وه .

دنوموړي دادعاسره سم دا خبره اوس روښانه ده چې هیلي کاپټر د طالبانو له خوا راغورزول شوی ، طالبان پوهیدل چې هیلي کاپټر به له کومې سیمې نه تیریږي نو هغوی د تنګې درې دواړو غاړو ته خپل کسان د راکټي برید لپاره کینولي وو ، دوی د راکټ د توغندیو او جدیدو وسلو په مټ برید کړی او هیلي کاپټر په دوو توغندیو د لګیدو نه پس راغورزیدلی دی.

افغان چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د حامد کرزي حکومت داسې انګیري چې ددې هیلي کاپټر غورزول په تیر مئي میاشت کې دپاکستان په ایبټ اباد ښار کې داسامه بن لادن د وژل کیدو سره تړاو لري.

خو طالبان پخپله داسې کومه دعوه نه کوي سره ددې چې دوی د هیلي کاپټر د غورزولو پړه مني. په واشنګټن کې بارک اوباما ویلي دا پېښه به ددوی ځواکونه نور وهڅوي. بارک اویاما ویلي دی پوهیږي چې ځواکونه به یې په سختو شرایطو کې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري او افغان حکومت ته به دا باور ورکوي چې دا هیواد اوس د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه دی.

بل پلو دامریکا ددفاع وزارت ویاند ( کرنل ډیوي – لیپان ) رسنیو ته ویلي په دې یوه پېښه دې خلک دومره فکر نه کوي ، دابه معمول ونه ګرځي ، موږ بیا هم طالبان پسې اخیستي دي، دهغوی د خوزښت مخه مو نیولې خو بیا هم هغوی موږ ته تلفات اړولی شي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي کله چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نه یې په دې اړه وپوښتل چې ایا دا رښتیا دي چې امریکايي چورلکه د یو طالب قوماندان په مخبرۍ هلته ورغلې وه نو هغه ورته وویل چې دوی په تیرو لسو کلونو کې بیلا بیل تکتیکونه استعمال کړي او کیدای شي داسې به هم شوي وي.

په هم دې حال کې د ایساف ځواکونو ویلي چې د هیلي کاپټر د غورزیدو پېښې څیړي خو په یو بیان کې یې ویلي چې داعملیات په تنګي دره کې د یو طالب قوماندان د لټون په موخه ترسره شوي وو.

په لومړي سر کې د ایساف زمکنیو ځواکونو د اورپکو سره ډزې پیل کړې او یو شمیر اورپکي یې ووژل ، کله چې د اورپکو ډزو دوام وکړ په زمکه موجودو نړیوالو ځواکونو د نورو ځواکونو د کومک غوښتنه وکړه. او دغه کومک کونکي ځواکونه په هغه شینوک چورلکه کې و چې وغورزیدله او ټول له منځه لاړل.

خو افغان چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی وايي چورلکه د یاغیانو له خوا په توغندي ویشتل شوې او ټوټې ټوټې شوې وه .
XS
SM
MD
LG