د لاسرسي ځای

د برتانيیا وزيراعظم ډېویډ کيمرون له هغي روسته خپله روخصتي لنډه کړي او هيواد ته ستون شوي چي په لندن کې په دريمه ورځ هم بلوې دوام لري.

پر دې مهال شوکې هم شوې دي او بدنظمي هم را منځ ته شوې ده. بي بي سي هغه مناظر ښودلي چي په کي ځوانان د دکانونو کړکۍ ماتوي ، سامانونه ترې لوټي او په محاصره کونکیو پوليسو باندې د کاڼو او بوتلونو ګزارونه کوي.

د کرايډون په سيمه کي لوی اور لګول شوی . د يوي اونۍ راهیسي د لندن په ځینو سيمو کي شورو شوي بغاوت او د شوکې او لوټ په کاروايانو کي پوليسو تر دې دمه څه باندي يو سل او شپيته کسان نيولي دي.

بلوه ګرو ګڼوې ودانۍ هم وسوځولې

د دي ترڅنګه شاو خوا ۳۵ پوليس هم ژوبل شوي. د خالي په ماښام، مظاهره چیانو د پولیسو په ډزو کې د یوه کس د وژنې پر ضد مظاهرې په لویو بلوو بدلې شوې . د پولیسو په ډزو کې د پنجشنبې په ورځ د مارک ډوګن په نوم یو کس وژل شوی وو.

د لندن پر تازه حالاتو په دغه ښار کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه جان محمد اڅکزي سره د مشال همکار داود خټک مرکه کړې .

د لندن بلوې نورو سیمو ته غځېدلې
XS
SM
MD
LG