د لاسرسي ځای

facebook

په افغانستان کې د سړک غاړې بمي چاودنې زیاتې شوې




رپوټ : نجیب عامر

دامریکا ددفاع وزارت دماینونوسره د مبارزې اداره وايي په افغانستان کې دسړک غاړې ماین چاودلو پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي ، او ددې وجه په افغانستان کې دطالبانو لخوا د کیلشیم امونیم نایټریټ سرې نه د بمونو جوړول دي.دا سره د پاکستان نه افغانستان ته اوړي .


فرانس پریس خبري اژانس په یو رپورټ کې لیکي چې افغانستان کې په دې وروستیو کې د سرک د غاړې د بمونو د چاودیدو پېښې خپل عوج ته رسیدلي ، خو بل پلو په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هڅه کوي د پاکستان له غاړې د سرو د اوړیدو مخه ونیسي ، چې په افغانستان کې طالبان ترې بمونه جوړوي.

ملګرو ملتونو هم دکال په منځ کې په خپل خپور شوي رپورټ کې ویلي چې د تیر کال په پرتله په روان کال کې په دا ډول چاودنو کې د ولسي خلکو د نخښه کیدو پېښې اولس په سلو کې زیاتې شوي دي.

دراپور له مخې په افغانستان کې طالب یاغیان چې نږدې د لسو کلونو راهیسې د امریکايي ، افغان او نړیوالو ځواکونو سره جنګیږي اوس په لاس جوړ شوي بمونه دافغانستان په خاورینو سرکونو د خلکو او د ګاډو د نخښه کولو په موخه استعمالوي.

په لندن کې میشت دافغانستان ددفاعي چارو کارپوه امین الله حبیبي وايي طالبان مخامخ د نړیوالو ځواکونو سره مقابله نه شي کولی نو ځکه له دې تکتیکه کار اخلي :

د امریکا ددفاع وزارت له خوا په دې اړه یوه تخمینه وړاندې شوې ده چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه څومره ددې ستونزې سره مخامخ دي ؟

دامریکا ددفاع وزارت د ماینونو د مقابلې کولو دادارې ویاند ( ایرن – سمت ) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي : په تیرو دولسو میاشتو کې دپاکستان نه په پرله پسې توګه د کیلشیم امونیم نایټریټ سره افغانستان ته صادره شوې ، په داسې حال کې چې پاکستان ددې په صادرولو بندیز هم اعلان کړی دی. نوموړی وايي ددغې سره نه په افغانستان کې طالبان د بمونو د جوړولو کار اخلي.

فرانس پریس اژانس لیکي دافغانستان هلمند ولایت چیرته چې طالبان په سنګر کې دي ، ترټولو زیات له دې امله ځپل شوي دی. ددې تر څنګ په کندهار ولایت کې وضعیت همداسې دی او دپاکستان سره په پوله پرتو ختیزو سیمو کې هم .

زمکني ځواکونه چې طالبانو ته د ماتې ورکولو په موخه خلکو ته ځانونه رسوي عموما د سرک غاړې په ښخ شویو بمونو ورخیژي .

دافغانستان په جنوبي برخو کې دایساف ځواکونو قوماندان جنرال جیمز ټیری رسنیو ته ویلي دوی یو سل او لس ټنه کورني چاودیدونکي مهمات نیولي او درې سوه مهم اورپکي یې له منځه وړي دي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سرک د غاړې د بمونو په چاودنو کې د دوه زره یو کال نه نیولې تراوسه سلګونه امریکايي عسکر وژل شوي او د اوو زرو نه زیات ژوبل شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي دتیرې جمعې په ورځ دافغانستان په میدان وردګ ولایت کې د شینوک چورلکې د لویدو د خونړۍ پېښې نه دوه ورځې وړاندې دوا امریکايي عسکر دسرک د غاړې د بم د چاودیدو له امله وژل شوي وو .

امین الله حبیبي وايي طالبان به ښايي په خپل دې تکتیک کې کامیاب وي خو د سرک د غاړې دبمونو په چاودنو کې د ولسي خلکو په نخښه کیدل ددوی خلاف کرکه زیاتوي :

ملګرو ملتونو هم دکال په منځ کې په خپل خپور شوي رپورټ کې ویلي چې د تیر کال په پرتله په روان کال کې په دا ډول چاودنو کې د ولسي خلکو د نخښه کیدو پېښې اولس په سلو کې زیاتې شوي دي.

د جولايي په نهه ویشتمه نیټه په هلمند ولایت کې یو مساپر وړونکی موټر په شخ شوي ماین وربرابر شو چې پکې اتلس کسان ووژل شول.

دپاکستان نه افغانستان ته د کیلشیم امونیم نایټریټ سرې د قاچاق په اړه مو هڅه وکړه چې پاکستان کې د فوجي فرټیلایزر کارپوریشن یا دنورو ادارو د چارواکو نظر راواخلو خو بریالي نه شو .

دامریکا ددفاع وزارت د ماینونو د مقابلې کولو دادارې ویاند ( ایرن – سمت ) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي دپاکستان سره دامریکا اړیکې چې دامهال ښې نه دي که ښې شي نو ددغه هیواد نه د کیلشیم امونیم نایټریټ سرې افغانستان ته داوړیدو مخه نیول کیدای شي.
XS
SM
MD
LG