د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیجي هیوادونو په شام کې د تشدد ختمولو غوښتنه کړې




سرچینه : کرسچن ساینس مونیټر
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو


په سوریا) شام(کې حکومتي ځواکونو پر دوو نورو داسې ښارونو برید کړی دی چې د ولسمشر بشر الاسد د رژیم پر ضد د احتجاج له پلوه ډېر مهم وو. دا له هغه وروسته ده چې حکومتي ځواکونو یوه اونۍ وړاندې په حما ښار بمباري کړې وه. دغه ښار له پنځو میاشتو راهیسې د پاڅون مرکز ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي ، په یکشنبه د حاله او دیر الزور په ښارونو کې دا بریدونه چې لږ تر لږه څلور تنه په کې وژل شوي دي له هغه یوه روځ وروسته ترسره شوي دي چې د شام د بهرنیو چارو وزیر وویل په دې ملک کې به پاک او ازاد انتخابات تر سره شي.

او تر دې بریدونو یوه ورځ وړاندې خلیجي هیوادونو هم په شام کې د حکومتي ځواکونو له خوا د چاپو غندنه وکړه چې د تېرو پنځو میاشتو په اوږدو کې یې شاوخوا شپاړس سوه کسان وژلي دي.

شپږو خلیجي هیوداونو په سم دستي توګه په شام کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او په دې هیواد کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. خو د بشرالاسد رژیم احتجاج کوونکي هغه وسله والې ډلې بللې دي چې د رژیم په وینا شام ته زیان رسول غواړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې د ولسمشر بشرالاسد رژیم پر دیر الزور نومي ښار له ډېرې مودې راهیسې له برید څخه له دې کلبه ډډه کوله چې هلته داسې قبیلې مېشته دي چې نه یوازې ډېرې بااثره دي بلکه له هغوی څخه ځینې په وسلو هم ښه سمبال دي.

ورځپاڼه د دې سیمې د عمار نومي کس له خولې لیکي چې رژیم د دوی په سیمه کې عملیاتو ته له دې کبله زړه نا زړه وی چې هلته خلک درنې وسلې لري او رژيم ته به دا اجازه ورنه کړي چې په حما او دارا کې یې تر سره کړل. هغه ویلي چې پر دیر الزور باندې تر سره شوی برید به په نورو صوبو کې هم قبایل راوپاروي.

ورځپاڼه زیاتوي د شام ځواکونو تېره میاشت په دیر الزور کې یو مهم قبایلي مشر نیولی وو او له هغه وروسته دا تاوتریخوالی رامنځ ته شو.

ورځپاڼه د ایسو شيټډ پریس له حوالې لیکي ، په دیر الزور کې مېشتو قبایلو ته بشرالاسد د کردانو د ځپلو لپاره په تېر وخت کې وسلې ورکړې وې.

ورځپاڼه ليکي ، د شام د بهرینو چارو وزیر ولید المعلم د شنبې په ورځ وویل چې حکومت به په دې هیواد کې د روان کال تر پایه داسې اصلاحات پلي کړي چې پارلماني ټاکنې به هم په کښې وي.

ولید المعلم زیاته کړه چې ټاکل شوی پارلمان به د شام د ولس د هیلو استازی وي او دا پار لمان به د دې جوګه وي چې د هیواد قانون ته له سره کتنه وکړي.

خو د کرسچن ساینس منېټر په لیکنه ، د نوموړي دا ژمنه داسې نه ښکاري چې په شام کې روان پاڅون او د چاپو لړۍ دي پای ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG