د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایساف:د هیلي کوپټر پېښه پر ماموریت اغیز نه کوي


په میدان وردک ولایت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د غورځیدلي هېلي کاپټر په پیښه کې د لسګونو امریکایي سرتیرو له وژل کېدو وروسته نړېوال سوله ساتي ځواکونه(ایساف ) وایي، چې دا پېښه به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ماموریت اغیز ونه کړي.

"د هغې سیمې امنیت ټینګ شوی، چې پکې هېلي کاپټرغورځېدلی دی او هیچا ته دغه سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.٬٬

ایساف ځواکونو منلې ، چې په تیرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د یوه هېلي کاپټرې د غورځېدو په پېښه کې پر یو ځای دیرش تنه بهرني سرتیري وژل کیږي.

د دې ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جېکبسن په دوشنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې هیلې کاپټر د غورځېدو په اړه د دوی له خوا پراخې څیړنې پیل شوې او د دې څیړنو پر مهال باید د میدان وردک ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې خلک له ډير زغم او صبرڅخه کار واخلي:

"د هغې سیمې امنیت ټینګ شوی، چې پکې هېلي کاپټرغورځېدلی دی او هیچا ته دغه سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.٬٬

د څیړنو او عملیاتو په ترڅ کې چې پیل شوي د هېلي کاپټرټوټې او نور شیان د پیښې له ځای څخه لیږدول کیږي.

د هېلي کاپټر د غورځېدو د علت په اړه به څیړنې ژر پای ته ورسیږي او خلکو ته به په سیمه کې د ګرځیدو اجازه ورکړل شي."

راپورونه وایي، چې د شنبې له ورځې د دې هېلي کاپټر د غورځېدو په سیمه کې سیمه ایزو خلکو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کیږي او په اړه د ناټو ځواکونو پراخې څیړنې پیل کړې دي.

د امریکایي ځانګړو ځواکونو دا هېلي کاپټر د شنبې په شپه د میدان وردک ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې وروسته ترهغې چې د وسله والو طالبانو پر ضد یې عملیات ترسره کړل نسکور شو.

طالبانو ادعا وکړه، چې دا هېلي کاپټر دوی ویشتې او دا یې هم ومنله، چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اته تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په دې چینوک ډوله هیلې کاپټره کې دافغان ملي اردو اوه عسکر یو افغان ترجمان او دیرش تنه امریکایي عسکر ووژل شول، ځینې پوځي کارپوهان وایي چې ښایي وسله والو طالبانو داسې وسلې ترلاسه کړي وي چې د بهرنیو ځواکونو هیلې کاپټرې پرې وولي.

خو د ایساف یا نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند ټینګار کوي، چې وسله وال طالبان داسې وسله نه لري چې هیلې کاپټرې او نورې الوتکې پرې وولي:

"له وسله والو طالبانو سره مو د جګړې په ډګر کې کومه نوې وسله نه ده لیدلې، هغه عمده وسله چې وسله وال طالبان په روان کال کې ور څخه ګټه اخلي چاودیدونکي مواد دي.

طالبان پرته له دې چې د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي د پخوا په پرتله له چاودیدونکو موادو څخه ډیره ګټه اخلي."

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هم په یکشنبه وویل، چې وسله وال طالبان داسې وسله او توغندي نه لري چې هیلې کاپټرې پرې وولي، خو طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې د بهرنیو ځواکونو هیلې کاپټرې را نسکورې کړي دي.

د روان میلادي کال له پیل نه تر اوسه په افغانستان کې اتلس هیلې کاپټرې را غورځیدلې چې یوه یې د ملي اردو او اولس یې بهرنیو ځواکونو پورې اړه لري.
XS
SM
MD
LG