د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې هړتال او پر کراچۍ د بشري حقونو رپوټ




رپوټ بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو



د پاکستان په سېند صوبه کې ملتپاله ګوندونو نن د کار بندیز اعلان کړی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، قامپرسته ګوندونو د احتجاج اعلان ځکه کړی دی چې حکومت یواځې په کراچۍ او حیدر اباد کې ښاري نظام عملي کړ.

سېندي او پښتانه ملتپالان وايي یواځې په دوو ښارونو کې د ۲۰۰۱-۲۰۰۲ز کال د ښاري نظام لاګو کول، د سېند صوبې د وېش مانا لري. د دې ګوندونو تر احتجاج وروسته، بېګا حکومت په ټوله صوبه کې د کمشنري نظام پر ځای د ښاري نظام د پر ځای کولو اعلان وکړ، خو پر دې سربېره هم نن د سېند په بېلا بېلو سیمو کې کاربندیز دی.

اسد اقبال بټ وايي د پاکستان د بشري حقوقو د کمېشن له راغونډ کړو مالوماتو څخه ښکاري چې په وژل شوو شاوخوا ۹۷۰ کې پښتانه تر نورو ډېر دي .

بلخوا د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن وايي چې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتره غریب خلک په نښه کیږي چې لویه برخه یې پښتانه دي. او پاکستانۍ ورځپاڼې په دې اړه کره خبرونه نه خپروي.

د کراچۍ په ښار کې تاوتریخوالی ، هدفي وژنې او لوټ مار که څه هم اوږد تاریخ لري خو په دې وروستیو څو اونیو کې دا لړۍ ډېره تونده شوې ده.

د دې ښار پر حالاتو نظر لرونکي وايي، چې که څه هم خلک په دې نه پوهیږي چې جګړه لومړی څوک پیلوي خو بیا وروسته عام خلک هم په وژلو او وراني لاس پورې کړي.

د پاکستان د بشري حقوقو د کمېشن غړي اسداقبال بټ مشال ریډیو ته وویل چې یوازې په تېرو اتو میاشتو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې شاوخوا ۹۷۰ تنه وژل شوي دي.

دا چې زیات کسان د کراچۍ د ښار په کمو سیمو کې وژل کیږي ، اسداقبال بټ یې په اړه راته وویل.

ً زیاتره کسان په قصبه کالونۍ کې وژل شوي دي چې په هغه کې کالي پهاړي او کټي پهاړي ډېرې اغېزمنې شوې دي. موږ چې له خلکو پوښتلي دي نو دوی وايي نه پوهیږي چې جګړه لومړی څوک پیلوي خو بیا وروسته عام خلک هم ورګډ شي ، په وژلو ، د دوکانونو په سوځولو او لوټلو لاس پورې کړي ً .

د یوې پوښتنې په ځواب کې اسد اقبال بټ , وايي چې د کراچۍ ښار په هدفي وژنو کې دده په خبره اردو ژبي او پښتانه ښکېل دي.

ً دا له دواړو غاړو څخه کیږي ، که داسې وویل شي چې یوه ډله په کې لاس لري نو دا به بې انصافي وي ، چې په کوم ځای کې د چا عملداري وي او وس لري نو هغه له داسې کولو ډډه نه کوي ، په کالي پهاړي کې چې موږ وکتل نو هلته پښتانه زیاته اغېزمن شوي وو او په کټي پهاړي کې بیا اردو ویونکي ډېر متاثره شوي وو ً .

اسد اقبال بټ وايي د پاکستان د بشري حقوقو د کمېشن له راغونډ کړو مالوماتو څخه ښکاري چې په وژل شوو شاوخوا ۹۷۰ کې پښتانه تر نورو ډېر دي .

ً زموږ ډلو په خپله د اټولو اغېزمنو شوو سیمو دوره وکړه او له هغه ځای څخه یې د یو خاص فارم په ډکولو سره د اغېزمنو شوو خلکو په اړه مالومات راغونډ کړل او له هغه څخه داسې ښکاري چې ورځپاڼې سم خبرونه نه ورکوي خو هلته چې کوم پښتانه دي هغو ته ډېر زیان اوښتی دی، نورو ته هم اوښتی دی خو دومره نه دی ً

د اې ایف پي خبري اژانس په کراچۍ کې د غریبو خلکو د وژل کېدو یوه بېلګه د ټکسي چلونکي غلام محمد په نامه د هغه پښتانه ورکوي چې یوه اووه کلنه لور یې درلوده او هغه هم له سکول څخه کور ته د تلو پر وخت په ډزو وژل شوې ده.

غلام محمد وايي له واده کولو وروسته یې دولس کاله اولاد ته انتظار کړی وو او اوس چې یې یوازینۍ لور په ډزو ووژل شوه نو د هغه په خبره ده او د ده مېرمنې ته د ژوند کولو هیڅ مانا پاته نه شوه.
XS
SM
MD
LG