د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې د ملتپالو ګوندونو کار بندیز


د پاکستان په سېند صوبې کې ملتپاله ګوندونو نن د کار بندیز اعلان کړی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، قامپرسته ګوندونو د احتجاج اعلان ځکه کړی دی چې حکومت یواځې په کراچۍ او حیدر اباد کې ښاري نظام عملي ګړ. سېندي او پښتانه ملتپالان وايي یواځې په دوو ښارونو کې د ۲۰۰۱-۲۰۰۲ز کال د ښاري نظام لاګو کول، د سېند د صوبې د وېش مانا لري. د دې ګوندونو تر احتجاج وروسته، بېګا حکومت په ټوله صوبه کې د کمشنري نظام پر ځای د ښاري نظام د پر ځای کولو اعلان وکړ، خو پر دې سربېره هم نن د سېند په بېلا بېلو سیمو کې کاربندیز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG