د لاسرسي ځای

په لندن کې شوکې، لوټمار


پولیسو د انګلستان په لندن کې په دویمه شپه د جنايي فعالیتونو د لړۍ غندنه کړې ده.

پر دې مهال شوکې هم شوې دي او بدنظمي هم را منځ ته شوې ده. میټرو پولېټن پولیس وايي پر افسرانو بریدونه شوي دي او د پولیسو یو شمېر ګاډو ته زیان رسول شوی دی. د لندن په جنوب کې یو دوکان سوزول شوی دی او ورسره نور دوکانونه لوټل شوي دي. د لندن په ختیځ کې درې پولیسان هغه مهال ژوبل شول چې یوه ګاډي ووهل. پولیسو هڅه کوله چې په ګاډي کې ناست کسان ونیسي. په شمالي لندن کې نښتې شوې دي او هلته د دوکانونو ښيښې ماتې شوې دي او د پولیسو یو ګاډي ته تاوان رسېدلی دی. د شنبې په ماښام، مظاهره چیانو د پولیسو په ډزو کې د یوه کس د وژنې پر ضد مظاهرې پیلې کړې چې د کالونو په لویو بلوو کې بدلې شوې. پر دې مهال ۲۶ پولیسان ژوبل شول. لومړی مظاهرې سوله ییزې وې. د پولیسو په ډزو کې د پنجشنبې په ورځ د مارک ډوګن په نوم یو کس وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG