د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیره غازیخان د بلوڅانو دی .بي اېن پي




نیازموسی خیل،کوټه

بلوڅ ملت پاله سیاسي ګوند،بلوچستان نیشنل پارټۍ (مینګل ډلې)
اعلان کړی چې دوی به په ممکنه سراییکي صوبه کي د ډیره غازیخان او شاوخوا سیمو د ګډون سخت مخالفت وکړي.د دوی په وینا دا د بلوڅانو خاوره او بلوڅان پکې اوسیږي.

د بي اېن پي یوه مرکزي مشر،ډاکټر جهانزیب جماالدیني له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل،چې ګوند یې دا پریکړه له بلوڅ مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته وکړه.

په تاریخي توګه که ورته وکتل شي،نو د غازیخان ډیره بلوڅ قبایلي سردار،حاجي خان په ۱۴۷۶ م کال آباده کړه او د خپل زوی په نامه یې ونوموله.

نوموړي زیاته کړه، د دوی له پخوا څخه دغه غوښتنه وه چي صوبې دې د ژبي،تهذیب ، تمدن او تاریخ په رڼا کي له نوې سره تشکیل شي.ډاکټر جهانزیب زیاتوی ،دا غوښتنه د پښتنو هم ده،د سندیانو او د نورو خلکو ه ده .په دغه لړ کې دوی دریځ لري چي په پنجاب کي ډیره غازیخان،تونسه شریف،راجن پور او په سیند صوبه کي جیکب آباد او شهدادکوټ بلوڅ میشته سیمې دي.پرنګیانو په ظلم او جبر له بلوچستانه بیلې کړې دي.
دی وايي ،دوی مخکې هم دا ویلي دي چي یاد شوي سیمي دي په بلوچستان ګډي کړل شي او که د بلوڅانو سیمي په سراییکي صوبه کې ګډیږي نو سخت مخالفت به یې وکړي.

ډاکټر جهانزیب جماالدیني د سراییکي صوبې د جوړېدو ملاتړ وکړ.ده وویل، موږ د ډیره غازیخان پرته،د سراییکي صوبې د جوړېدو حمایت کوو او دا دسراییکیانو حق دی چي خپله صوبه او شناخت ولري.

دا چې بلوڅ ملتپالي ډیره غازیخان د بلوچستان برخه بولي خو خپله ددغه ښار اوسېدونکي څه نظر لري.؟

د ډیره غازي خان یو اوسېدونکی او آزاد خبریال فاروق احمد غوريم وايي چې په دې ښار کې ځینې داسې خلک شته چې هغوي خپل ځان بلوڅان بولي او په تاریخي توګه،دیره غازیخان د بلوچستان برخه ګڼي خو د دوی شمېر دومره ډېر نه دی .د خلکو اکثریت دا فکر نلري.

خبریال غوري زیاتوي،دلته خلک د قام پرستۍ له فکره ډېر لرې دي.که څه هم خلکو سراییکي صوبه جوړیدو ته انتظار او اُمیدواره دي،مګر دا دقام پرستي یا ژبي له وجي نه،بلکه په دې چي موجوده سرښار،لاهور له دوي ډیر لیري دی او هغوی هلته د سرکاري او نورو کارونو لپاره د تلو خرڅ نه شي ګاللای او د دوی په فکر که سراییکي صوبه جوړه شوه او ملتان یې سرښار و ټاکل شو،نو دا به د دوی ژوند هوسا کړي .

په تاریخي توګه که ورته وکتل شي،نو د غازیخان ډیره بلوڅ قبایلي سردار،حاجي خان په ۱۴۷۶ م کال آباده کړه او د خپل زوی په نامه یې ونوموله.

هغه وخت یې د وګړو شمېر شاوخوا ۱۰ زره تنه وو او اوس دا د ۱۵ لکو وګړو ښار دی .په کال ۱۸۴۹ کي انګریزانو دا سیمه په ولکه کي واخیسته او دا یې په دوو ډیرو،ډیره غازیخان او ډیره اسمعیل خان و ویشله.دویمه ذکر شوې ډیره اوس د خیبر پښتونخوا صوبې برخه ده.

که څه هم بلوچستان نیشنل پارټۍ له تاریخي پلوه دا سیمه د بلوڅانو تاټوبۍ بولي ،خو څیړونکي وایي،چي یاد شوۍ ګوند دي د خلکو رایې هم په پام کي ونیسي،چي هغوي په نني وخت کي کوم لوري ته تلل غواړي.
XS
SM
MD
LG