د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ناټو څلور سرتېري وزل شوي دي




ناټو په افغانستان کې د خپلو لږترلږه څلور پوځيانو د وژل کيدو خبر ورکړی دی چې دوه يې فرانسويان دي. د فرانس د ولس مشر نيکولای سارکوزي دفتر وايي چې دوه پوځيان پرون په تګاب وادي کې په نښته کې وژل شوي دي .

د ايساف ځواکونو همدا راز ويلي چې د دوي دوه نور پوځيان په جنوب کې وژل شوي دي خو نور تفصيل يې نه دي ورکړي .

فرانس په افغانستان کې تقريبا ۱۰۰۰ عسکر لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه به يې له دې هيواد څخه وباسي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG