د لاسرسي ځای

سعودي عرب له شامه خپل سفر باسي


سعودي عربستان وايي ،په شام کې پر حکومت ضد مظاهرچيانو د تشدد خلاف په احتجاج کې له دغه هيواده خپل سفير راباسي.

شاه عبدالله په خپل بيان کې چې په عربي نړۍ کې شاخوا خپور شوی ویلي دا تشدد د منلو وړ نه دی .د نوموړي دا څرګندونې د عرب ليګ د هغه رسمي بيان نه څو ګنټې وروسته راغلی ،چي په لومړي ځل یې په شام کې د مظاهرچيانو ځورونه وغندله.د عرب ليګ په غونډه کې وويل شول چې په شام کې د روانو حالاتو په اړه انديښنې ورځ په ورځ زياتيږي.

بلخوا پرون د بشري حقونو ډلو وويل چې لږترلږه ۵۹ تنه تر هغه وروسته ووژل شول چې دشام حکومتي ټانکونه د رژيم مخالیفوتر کنټرول لاندې سيمو ته ننوتل.

د راپورونو تر مخه لږترلږه ۲۰۰ حکومتي ټانکونه پرون د سوريې په دوو ښارونو حمص او ديار الزور کې ور ننوتل او په عين وخت کې امنيتي ځواکونو د حما په ښار چې د رژيم ضد مخالفينو له عمده سنګرونو دي محاصره تنګه کړې ده .
XS
SM
MD
LG