د لاسرسي ځای

جرمني او فرانس په یورو زون کې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کړې



د جرمني وزیراعظمې انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسممشر نيکولای سارکوزي د اتوار په ورځ يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغه کې په یورو زون کې د يو لړ مهمو اقتصادي اقداماتو د عملي کيدو غوښتنه شوې ده .

په دې اعلاميه کې ژر تر ژره د هغو اقتصادي اصلاحاتو د عملي کيدو غوښتنه شوې چې د ايرو زون غړي د جولاي په مياشت کې پرې متفق شوي وو.
دوی پر ا ټلي او سپين چې مخکې لا قرضونو ځپلي دي ږغ کړی چې په اروپايي اتحاديه کې د اقتصادي باور ټينګولو لپاره بايد په بجټ کې خساره کمه کړي .

دم ګړۍ، د اوو صنعتي هيوادونو د ډلې ( جي ۷( د خزانې چارواکو وويل چې نن به غونډه وکړي او په مارکيټ کې د تازه را پيدا شويو ناکراریو کنټرولولو لپاره به په خپلو مرکزي بانکونو کې د يوې هماهنګۍ په رامنځ ته کولو بحث وکړي .
XS
SM
MD
LG