د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرګو مرکو کې قسم خوړل



نقیب الله متونوال خوست


له پېړیو راهيسې پښتانه خپلې لانجې او دعوې په قومي جرګو او مركو حلوي، خو په افغانستان كۍ په دې وروستيو دريو لسيزو كې د بې ثباته حكومتونو او يا هم نا امنيو له امله د دعوو او لانجو په حل كې د جرګو او مركو رول نور هم زيات شوى دی.هغه ځكه چې عدالتونه اكثره په ښارونو كې فعاله دي او د ليرې پرتو سيمو خلک ورته خپلې ستونزې دومره نه وړي.


خو عام خلک وايي چې مشران او عالمان بايد ډېره هڅه وكړي چې د قسم د وركړې پرته د خلكو مسلې او لانجې حل او فيصله كړي.

خو كلهكله دا لانجې ډېرې ژورې او په خبرو او منطق يې حل يا فيصله نه كېږي، نو جرګې او مركې د مدعي او مدعي عليه يوې خواته په قران عظيم الشان قسم يا لوړه وركوي او په دې ډول لانجې پاى ته رسوي.

په دې اړه په خوست كې د تڼيو يو تن قومي مشر عمرداد وايي، مشر او ملک كوشش كوي چې مسله د سولې له لارې حل كړي خو كله كه ټولې هلې ځلې نتيجه ورنكړي او دوى پوه شي چې جانبين نه سره جوړېږي، نو د لانجې د نه هواري په صورت كې د جانبينو تر منځ د شخړې او مرګ ژوبلې د رامنځته كېدو څخه د مخنيوي لپاره مركچيان د قسم وركولو پرېكړه كوي.٬٬

د قسم وركول په خوست كې په بېلابېلو نومونو يادېږي. څوک يې د سر پرېكول بولي، څوک يې د زړه سپينول، څوک پرې راتېرېدل يا را وړاندې كول هم يادوي.
ملک عمر داد دا هم وايي، دوى چې كوم وخت چاته قسم وركوي، نو ديني عالمان هم راغواړي چې د شرعې خلاف كار ونشي.

خو په كومو حالاتو او يا چاته قسم وركول كېږي. پدې اړه په خوست كې يو تن ديني عالم ميرنواز خان وايي، په هغه صورت كې چې مدعي د خپلې ادعا لپاره ثبوت او شاهدان ونه لري او مدعي عليه انكار وكړي، نو په دې سره قسم وركول كېږي خو قسم وركول بايد په شرعي ډول په محاكمو يا عدالتونو كې وي، نه په كليو او بانډو كې٬٬

خو په دغو لانجو دعوو كې كله داسې هم پېښېږي چې ځينې خلک په دروغو قسم كوي او له دې لارې حق خپلوي. په دې اړه د شرعې حكم څه دى، په اړه يې مولوي ميرنوازخان زياتوي، كه څوک په دروغو قسمونه خوري، نو الله ج به يې د جهنم په اور كې ډوبوي او جهنم به يې سزا وي٬٬

خو عام خلک وايي چې مشران او عالمان بايد ډېره هڅه وكړي چې د قسم د وركړې پرته د خلكو مسلې او لانجې حل او فيصله كړي، ځكه قرآن د انسان د لارښوونې لپاره رالېږل شوى، نه د حق او ناحق خپلولو لپاره.

په دې اړه د خوست دځدراڼو يوتن اوسيدونكې وايي، قرآن كريم، الله تعالى د انسانانو د لارښوونې لپاره رالېږلى، نو د هغې په هداياتو بايد عمل وشي، نه داسې چې د حق او ناحق لپاره ورباندې قسمونه وشي او چا چې قسمونه ورباندې كړي ډېرې بدې نتيجې يې هم لرلې دي٬٬

خو د چارو كارپوهان وايي، تر هغې پورې چې په حكومتي كچه محاكم له فساده خالي نشي او خدمتونه يې ليرې پرتو سيمو ته پراخ نشي، نو تر هغې پورې به دعوې او لانجې د همدې مروجه سستمونو له مخې حل كېږي، چې ډېر كله يې پرېكړې په بې انصافۍ ولاړې وي.
XS
SM
MD
LG