د لاسرسي ځای

له افغانستانه د وتو خيال نه لرو .


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر په کندهار کې له والي ډاکټر توریالي ویسا سره د خبري غونډې پر مهال

په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر په کندهار کې له والي ډاکټر توریالي ویسا سره د خبري غونډې پر مهال



سید شاه سقیم کندهار



په افغانستان کې د امريکا نوى سفير راين کروکر نن کندهار ته د يو رسمي سفر پر مهال خبريالانو ته وويل، چې امريکا به له افغانستانه په وتو کې تلوار ونکړي او له ۲۰۱۴ م کال وروسته به يې هم مرستې له افغانستان سره دوام ولري.

کروکر د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې امريکا په دې اړه په اتيايمه او نويمه لسيزو کې تېروتنه کړې ده او بيا نه غواړي چې دغه تېروتنه دويم ځل تکرار شي.

کروکر په دې وروستيو وختونو کې په کندهار کې په پرله پسې توګه د لوړپوړيو دولتي چارواکيو وژنې د د ولت د مخالفو وسله والو کمزوري وبلله او زياته يې کړه چې وسله والو په دغسې کړنو سره ثابته کړه چې نور يې د جګړې وس نشته .

(( مونږ تر دې وړاندې يو ځل تېروتنې کړې دي او دا وار نه غواړو چې هم هغه تېروتنې بيا تکرار شي . د بېلګې په توګه په اتيايمې لسيزې په وروستيو او نويمې لسيزو په لومړيو کې چې کله روسان له افغانستانه وشړل شول نو هغه وخت موږ افغانان يوازې پرېښودل چې زياته بده اغېزه يې وکړه او د دغې تېروتنې اثرات او زيانونه تر امريکا پورې هم را ورسېدل چې د سيپټمبر پر يولسمه په نړيوال تجارتي مرکز بريد وو چې نړيواله ټولنه يې را ويښه کړه . دا مالومه خبره ده چې تر دوه زره څوارلسم کال پورې به د افغانستان ټولنې امنيتي چاري افغان سرتېرې په غاړه واخلي خو دا په دې ما نا نه ده چې ګواکې موږ به له افغانستانه وځو بلکې زموږ مرستې به بيا هم دوام لري.))


کروکر په دې وروستيو وختونو کې په کندهار کې په پرله پسې توګه د لوړپوړيو دولتي چارواکيو وژنې د د ولت د مخالفو وسله والو کمزوري وبلله او زياته يې کړه چې وسله والو په دغسې کړنو سره ثابته کړه چې نور يې د جګړې وس نشته .

کروکر زياته کړه چې په را روانو دوو مياشتو کې به په استنبول او بون کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي سمينارونه د افغانانو پر ژوند ښه اغېزه وکړي .


(( هغه کنفرانسونه چې په را روان نومبر مياشت کې به په استنبول او بون کې د افغانستان په اړه جوړ شي زما په خيال ډېر مهم دي، د استنبول کنفرانس به يو سيمه ييز کنفرانس وي او زموږ هيله دا ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه تر دغه کنفرانس وروسته په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې زياته مرسته وکړي. همدارنګه د بون په کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو له برخه اخيستونکيو تر نوي زياتو وزيرانو څخه هيله لرو چې د استنبول په کنفرانس کې د شوي پرېکړه ليک ملا تړ وکړي ))


کروکر تر دې وړاندې په عراق کې د امريکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده او په تېره مياشت کې په کابل کې د کارل ايکېن بيري پر ځاى د امريکا سفير وټاکل شو .

نوموړي د خپلې دندې د تر سره کولو پر مهال د افغانستان ولايتونو ته خپل لومړى سفر نن له کندهاره پيل کړ .
XS
SM
MD
LG