د لاسرسي ځای




سرچینه : ډان ورځپاڼه
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو



د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ً ډان ً په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي چې د پاکستان پر سیاسي اقتصاد لګیا کارپوهان دې خبرې ته رسېدلي دي چط بلا شکه وشبه د پاکستان پوځ ،ددې ملک نظام چلوي.

ډان ورځپاڼه لیکي ،سره له دې چې په دې وروستیو کې د واک په سپارلو او شریکولو کې نرمۍ د پاکستان جمهوري حکومت ، مدني ټولنې ، عدلیه او رسنیو ته د پخوا په پرتله زیات واک ورکړی دی خو بیا هم د دې ملک په سیاست کې پوځي برلاسیتوب پر ځای پاتې دی.

د پاکستان جمهوري حکومت تر اوسه پورې په دې کې نه دی بریالی شوی چې د پوځي برلا سیتوب له ویرې راووځي.

ورځپاڼه لیکي ، په پاکستاني ریاست او ادارو کې پوځي برلاسیتوب په ګڼ شمېر بڼو کې وجود لري. بې له شکه پوځي امریت یې تر ټولو څرګند هغه دی چې په جلا چلا بڼو او شکلونو کې رامنځ ته کېږي خو واک په کې د پوځي مشرانو وي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي ، درې مارشلاوو چې پکې جمهوري حکومتونه ړنګ شوي ، او څلور پوځي ولسمشرانو شاوخوا پنځه دېرش کاله پر پاکستان واکمني کړېده. د دې تر څنګ د پوځ نورو برخو لکه پوځي استخباراتي اداره ً ایم ، آی ً او په خاصه توګه آی ایس آی تل په سیاسي او ولسي ډګر کې واکمنه پاته شوې دي.

ډان ورځپاڼه لیکي ، په پاکستان کې پوهان ، سیاسي شنونکي او په چټکۍ سره پوهېدونکی عام ولس په دې خبره یو نظر لري چې د افغانستان لپاره د پاکستانۍ تګلارې ، د طالبانو او په خاصه توګه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد ، له ایتمي وسلو سره د تړلو ټولو مسلو او آن تر دې چې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې واک د پاکستاني پوځ په لاس کې دی. او د کشمیر په اړه د پاکستان تګلاره خو له ۱۹۴۸ م کال څخه پوځ په خپله ولکه کې اخیستې ده.

ورځپاڼه لیکي ، څېړنې ښي چې د پاکستان پوځ ځکه په ملک کې پر هر څه حاکم پاته شوی دی چې تل د ً هندوستان پاڼه(کارډ) کاروي ، یانې دا وېره چې هندوستان به پر پاکستان په عملي توګه برید وکړي ، چې یو وخت یوه د پام وړ اندېښنه وه خو اوس نه ده.

ورځپاڼه زیاتوي ، د هندوستان له خوا تګلاره او د امن بهیر به خامخا د پاکستان د پوځ له اندېښنو او رایې سره ټکر خوري او هم دا لامل دی چې د پاکستان جمهوري حکومت تر اوسه پورې په دې کې نه دی بریالی شوی چې د پوځي برلا سیتوب له ویرې راووځي.

ورځپاڼه د سیاسي شنونکو له خولې لیکي ، نه یوازې د هندوستان په اړه بلکه ټولې بهرنۍ او کورنۍ تګلارې په کار ده چې یوازې او یوازې د ولس په خوښه وي.

ورځپاڼه زیاتوي ، له پوځ سره دي سلا وشي خو حکومت چې د د ولس له خوا د ټاکل کېدو خبرې کوي نو دوی ته په کار ده چې د پوځي استخباراتي ادارې ً ایم ، آی ً ، آی ایس آی او جي ایچ کیو پر ځای ولس ته جوابده وي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي ، که پاکستان یو جمهوري ملک جوړیږي نو به د ژوند په ټولو برخو کې د پوځ واک د تل لپاره ختمول کیږي او دا په داسې حال کې امکان لري چې ولسي ادارې ، حکومت ، مدني ټولنې او عدلیه په پوځ خپله عملداري ومني او د هند ، کشمیر ، ایټمي وسلو او افغانستان په اړه تګلارې په خپل لاس کې واخلي.
XS
SM
MD
LG