د لاسرسي ځای


نقیب الله متونوال خوست


افغانستان ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزى غواړي ، په راتلونکو څو ورځو کې په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړي .

په دغه جرګه کې دکابل د خلکو استازي بکتاش سياوش دشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل چې داسې اطلاع يي ترلاسه کړې، چې ولسمشر غواړي د ملي شورا له تاييد پرته په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړي .

په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادرخان ګټوازي وويل، چې تراوسه هيڅ حکومتي سرچينې نه دي ويلي ، چې ولسمشر غواړي په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړي.

د نوموړي په وينا، د کړکېچ نړيوالې ډلې اعلان کړى، چې ولسمشر کرزي پرېکړه کړې، چې د ولسي جرګې د کړکېچ د له منځه وړلو لپاره دا كار وکړي .

بکتاش سياوش خبردارى ورکړ، چې که ولسمشر وغواړي، په هيواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړي ، نو د افغانستان برخليک به د منځني ختيځ په څېر شي او ولسمشر به دې ته اړ شي ، چې په محکمه كې خلکو ته ځواب ووايي.

” د ولسمشر کرزي لپاره هېڅ قانوني لار نشته چې د هغې له مخې بېړنی حالت اعلان کړي.د بېړني حالت مسله مطرح کول د ارګ ناستو خوب او خیال دی.د افغانستان د اساسي قانون د ۱۴۳ مې مادې له مخې به ا ضطراري حالت د ملي شورا په تایید سره کیږي ، که چېرې کرزی بېړنی حالت اعلان کړي نو په دې مسله كې دوه زیري خلکوته ورکوم یوداچې د منځني ختیځ حالت به دلته جوړیږي ، او دوهم داچې د دوی حالت به د مصردحسني مبارک غوندې وي چې محکمې ته ځواب ووایې“

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي ظاهر قدير د نوموړي د خبرو په تاييد سره وويل ، چې د ملي شورا له پرېکړې پرته ولسمشر نشي کولى ، چې په هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړي .

هغه زياتوي، ’’که ولسمشر وغواړي ، چې په هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړي دا نو بيا ډير زيات زورور سړى دى “

خو په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادرخان ګټوازي بيا د يادو وکيلانو څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې تراوسه هيڅ حکومتي سرچينې نه دي ويلي ، چې ولسمشر غواړي په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړي .
“دا دبېړني ر حالت په اړه کومې حکومتي سرچينې څه ويلي دي او كه په ميډيا كې تش په نوم كارپوهان سره كيني او وايي، چې د اظطرار حالت دى ،ها دي او دادي. ټول د اظطرار په حالت پوهيږي او شورا پر دې پوهيږې، چې ولسمشر دا صلاحيت نلري چې په هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړي. بله دا، چې موږ بايد د خپلو مشرانو نومونه دومره سپك ياد نكړو ، دا كه كرزى وي او يا بل مشر٬٬

کټوازي د ولسمشر له لوري په هيواد کې د بېړني حالت اعلانول يوه اوازه وبلله او زياته يې کړه ، چې له دغه شان څرګندونو څخه بايد د ولسي جرګې په تالار کې ډډه وشي .

تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ يا دفتر په دې اړه خپل نظر ندى څرګند كړى.
XS
SM
MD
LG