د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هیلي کاپټر پر غورځېدو د اوباما د خپګان څرګندونه


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان په وردګ ولایت کې د هیلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې د امریکايي او افغان سرتېرو پر وژنه د خپګان څرګندونه کړې ده او د دې سرتېرو ستاینه یې کړې ده.

د هیلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې ۳۰ امریکايي سرتېري چې زیاتره یې د ځانګړو ځواکونو له ډلې ول وژل شوي دي. نړیوال سوله ساتي ځواکونه، ایساف وايي د رپورټونو تر مخې، وسله والو طالبانو دا هیلي کاپټر ویشتلی دی. اووه افغان کومانډوګان او یو مترجم هم د شینوک هیلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی دی. دا پېښه د وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي جوی زرین سیمه کې شوې ده. له دې وژنو سره، د روان میلادي کال پر مهال، په افغانستان کې د وژل شویو اتحادي سرتېرو شمېر ۳۶۵ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG