د لاسرسي ځای

په پېښور کې ۱۶ ټانکرې سوزول شوې دي


پاکستاني چارواکي وايي د یوې بمي چاودنې پر مهال، لږ تر لږه ۱۶ ټانکرې تباه شوې دي.

چارواکي وايي دې ټانکرو په افغانستان کې مېشتو د ناټو ځواکونو ته تېل رسول. دا ګاډي له پېښور سره نېږدې پر یوه ټرمینال ولاړ ول چې چاودنه وشوه او د دې له کبله په ټانکرو کې اور ولګېد او چاودنې وشوې. په دې پېښو کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی راغلی. تر اوسه د پېښې پړه هیچا نه ده منلې خو په تېر مهال کې د داسې پېښو ذمه واري وسله والو طالبانو منله چې افغانستان ته د سامان و تېلو د رسولو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG