د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران به امریکايان ژر خوشې کړي


د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي ویلي هیله من دی چې د دوو زنداني امریکايي وګړو مقدمه به په داسې ډول مخې ته ځي چې د دوی پر خوشې کېدو به تمامه شي.

درې امریکايي وګړي، شېن بویر، جوش فتال، او سېرا شراوډ د ۲۰۱۰ز کال په سپټمبر کې د جاسوسۍ په تور ، د ایران و عراق پر پوله نیول شوي ول. په دوی کې بیا سېرا شراوډ د روغتیايي وجوهاتو له کبله د پینځه لکه امریکايي ډالرو په ضمانت خوشې کړل شوه. چارواکي وايي پر نیول شویو کسانو د مقدمې فیصله به ژر اعلان کړل شي. درېواړو امریکایانو ویلي دي چې هیڅ جرم یې نه دی کړی او له پولې په نا پوهۍ کې ایران ته اوښتي ول. امریکایانو ویلي چې دوی سیلانیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG