د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې سرتېري دیر الزور ښار ته تللي دي


په شام کې سرتېرو نن د هېواد په ختیځ کې د دیر الزور ښار بېلا بېلو سیمو ته په غوسه او تاو تریخوالي ننوتي دي.

سرتېرو په دې ډول پر هغو فعالینو د بریدونو لړۍ ته دوام ورکړی دی چې د ولسشمر بشارالاسد د حکومت ضد مظاهرې کوي. په دیر الزور کې د بشري حقونو یو فعال وايي په دې سیمه کې د چاودنو اوازونه اورېدل کېږي. دی وايي نن سهار تر لمر خاته مخکې، له څلورو خواوو سرتېري ښار ته ننوتل او د اتو سیمو واک یې تر لاسه کړ. رپورټونه وايي همدا مهال، ځواکونو د حما په ښار کې خپله محاصره نوره سخته کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پر ولسمشر بشارالاسد غږ کړی دی چې د ولسي وګړو پر ضد دې د پوځي قوت کارول سمدستي ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG