د لاسرسي ځای

مجيب الرحمان انګار پېښور


پيښور ته څیرمه په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته د تیل وړونکیو ټانکرونو په یوه اډه کې د اور لګیدو له امله ګڼ ټانکرونه وسوځيدل.

دا پېښه تیر ماخوستن د پيښور ښار په پشتخره نومي سیمه کې د حلقوي سرک پر غاړه د ناټو د اکمالاتي موادو په یوه اډه کې رامنځته شوې.


د پيښور حلقوي سړک هغه سیمه ده چې په ګڼ شمير کې پکې په افغانستان کې د دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي توکیو د ټېکدارانو اډې دي.

د پېښې له ځایه د مشال له خبریال مجيب الرحمان انګار سره په خبرو کې د پولیسو یوه افسر وویل،چې په اډه کې له ولاړو شاوخوا څلويښتو ټانکرونو ځخه شل یې سوځیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په نخښه شوې ټرمینل د ناټوټېکدارانو یوه نجي اډه ده.

هغه همداشان زیاته کړه چې که څه هم د پېښې په وخت په اډه کې د لاریو چلوونکي او نوره عمله موجوده وه خو تر اوسه پکې د چا د مرګ ژوبلې راپورنشته.

که څه هم امنیتي چارواکو د پېښې د نوعیت په اړه لا څه ندي ویلي خو ځينې پاکستاني رسنیو د ځايي خلکو له قوله خبر ورکړی چې تر اور لګیدنې وړاندې په ترمینل کې د چاودنو درانه غږونه اوریدل شوي او داسې ښکاري چې په ټانکرونو یا ترمنیل کې له وړاندې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

د امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې د اور لګیدو له امله د بریښنا تارونه پرې شوي او د شاوخوا سیمو بریښنا بنده شوې خو د اډې پرته نورو ودانیو ته زیان ندی اوښتی.

د پيښور حلقوي سړک هغه سیمه ده چې په ګڼ شمير کې پکې په افغانستان کې د دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي توکیو د ټېکدارانو اډې دي.

له دې وړاندې هم په دې سیمه کې په دې اډو کې ورته پېښې رامنځته شوي او څو وارې پرې ډله ييز وسله وال بریدونه هم شوي.

که څه هم په تیرو وختونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک ددې بریدونو مسوولیت منلی و خو دنننۍ پېښې په اړه لا کومې ډلې څه نه دي ویلي.

د ناټو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه چې دپېښور او کوټې له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي ډیری مهال د لارې په اوږدو کې د وسله والو تر بریدونو لاندې راځي.

دغه بریدونه تیر میلادي کال وروسته تر هغې زیات شول چې د ناټو یوې هېلیکوپترې دکرمې په اړوندو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوه امنيتي پوسته برید وکړ او درې تنه سرتیري یې ووژل.
XS
SM
MD
LG