د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې اصلاحات


پاکستان: په قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې قوانین نشته، او دلته د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له کبله په لکونه خلک نورو ځایونو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي. دا انځور هم د کورمې د کډوالو ماشومانو دی.
پاکستان: په قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې قوانین نشته، او دلته د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له کبله په لکونه خلک نورو ځایونو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي. دا انځور هم د کورمې د کډوالو ماشومانو دی.
رپورټ: مجید بابر خان، مشال راډیو


پراګ
- په پاکستان کې وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني یو ځل بیا ویلي چې ډېر ژر به قبایلي سیمو ته قانون ور وغځوي.

نوموړي دا خبره د چارشنبې په ورځ په قامي اسمبلۍ (د پاکستان ولسي جرګه) کې د وینا پر مهال کړې ده.

خو ګیلاني دا نه دي ویلي چې قانون به کله قبایلي سیمو ته ور پراخوي او کله به یې هلته عملي کوي.

ګیلاني، البته، په دې سیمو کې، پر سکولونو (ښوونځیو) او د امنیتي ادارو پر کارکوونکیو د ترهګرړ بریدونو د مخنیوي په اړه یې دا قانون د سیاسي ګوندونو مهم ګام بللی دی.

په قبایلي سیمو کې، د پاکستان د سیاسي ګوندونو له ځايي مشرانو سره د پولیټیکل انتظامیې غونډې روانې دي؛ چې په دې سیمو کې د سیاسي ګوندونولپاره د اخلاق یوه ضابطه جوړه کړل شي.

داسې ګنګوسې هم دي چې د روان زېږیز کال د اګست په ۱۴مه به دا قانون لاګو کړل شي.

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر مشال راډیو ته ویلي چې دا نه ده مالومه چې کله به دا قانون عملي کېږي؛ خو ولسمشر د مارچ په میاشت کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ژمنه کړې وه چې دا کار به په روان کال کې ترسره کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دا مهال ټول ۳۴۲ غړي دي چې ۱۲ په کې له قبایلي سیمو ټاکل شوي دي.

د پاکستان په سینېټ کې، په ۱۰۰ څوکیو کې اته د قبایلي سیمو لپاره دي.

د شنونکو په اند، د پاکستان د پارلېمان په دواړو خونو کې دا استازیتوب علامتي حیثیت لري.

دوی وايي دا ځکه چې نه خو د قوانینو په جوړلو کې له قبایلو پوښتنه کېږي، او نه هم دا غړي په دودیز ډول د خپلو خپلو حلقو د اوسېدونکو نماینده ګي کوي.

له مومندو څخه د پاکستان د سینېټ غړی حافظ رشید احمد وايي، ده ته نه ده مالومه چې دا قانون به کله عملي کېږي؛ خو وايي چې په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر (فرنټيير کرایمز ریګولېشن) د ختمولو او د سیاسي ګوندونو د قانون عملي کولو غوښتنه ډېره پخوانۍ ده.

دی زیاتوي، که چېرې داسې وشي نو دی به یې په روڼ تندي هر کلی کوي.

په قبایلو کې د اصلاحاتو اعلان ولسمشر اصف علي زرداري کړی دی، خو تر اوسه په عملي ډول، د څېړونکو په خبره، ګامونه نه دي پورته کړل شوي.
XS
SM
MD
LG