د لاسرسي ځای

په شام کې د لسګونه زره خلکو مظاهرې


په شام کې فعالین وايي په لسګونه زرو کسانو د جمعې تر لمانځه وروسته، د هېواد په لر و بر کې، د ولسمشر بشار الاسد د حکومت د له منځه وړلو لپاره مظاهرې کړې دي.


دوی وايي امنیتي ځواکونو، له پلازمېنې دمشق سره نېږدې، پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي او اوښکې تویونکی ګیس یې کارولی دی. د دوی په خبره، پر دې مهال، اته کسان وژل شوي دي. د فعالینو وینا ده چې دوه نور مظاهره چیان، د هېواد په حما ښار کې وژل شوي دي. امنیتي ځواکونو د شام په بېلا بېلو سیمو کې جوماتونه محاصره کړي ول، چې دا ډول د عبادت کوونکو په مظاهرو کې د ګډون مخه ونیسي. په شام کې، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې مظاهره چیان د بشار الاسد د واکمنۍ د پای ته د رسولو لپاره، په پرله پسې ډول احتجاج و مظاهرې کوي.
XS
SM
MD
LG