د لاسرسي ځای

پر اقتصادي بحران د امریکا، فرانسې او جرمني خبرې


د امریکا سپینه ماڼۍ (وایټ هاوس) وايي ولسمشر باراک اوباما د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سارکوزي، او د جرمني له وزیر اعظمې اینګیلا مېرکل سره د یورو د کاروونکیو هېوادونو د بحران په اړه پر نویو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ بیان وايي چې ولسمشر اوباما، د اوروپا اقتصاد ته پر ورپېښو ننګونو د مقابلې په لړ کې، د ولسمشر سارکوزي او د وزیر اعظمې مېرکل په مشرۍ کې، د روانو هڅو هر کلی کړی دی. بیان دا هم وايي باراک اوباما د شام د حالاتو په اړه، د دواړو هېوادونو له مشرانو سره سلا مشورې کړې دي. امریکايي ولسمشر له دوی سره په ټیلي فون خبرې کړې دي.
XS
SM
MD
LG