د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لسو بوڅانو ژوند وژغورئ: ایمنسټي انټرنیشنل


د بښنې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل د پاکستان په بلوچستان کې د ۱۰ نیول شویو بلوڅانو د خلاصون لپاره پر انټرنیټ یو بیړنۍ خواست کړی دی.

سازمان وايي دا کسان د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې، امنیتي ځواکونو، د خضدار د توتک په سیمه کې، د چاپو پر مهال نیولي دي. سازمان وايي د دې لسو واړو بلوڅانو ژوند له خطر سره مخامخ دی. ایمنسټي انټرنیشنل د نړۍ له ټولو وګړو غوښتي چې د دې کسانو د ژوند بچ کولو لپاره دې د پاکستان وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د بلوچستان له اعلا وزیره په لیکلې بڼه غوښتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG