د لاسرسي ځای

وردګ: د هیلي کاپټر غورځېدو پېښه، ۳۸ وژل شوي


د افغانستان په وردګ ولایت کې یو هیلي کاپټر راغورځېدلی دی چې په کې ۳۸ امریکايي او افغان سرتېري وژل شوي دي.

د شا و خوا یوې لسیزې راهیسې په روانه جګړه کې دا لومړی ځل دی چې دومره زیات امریکايي سرتېري په یو ځل وژل شوي دي. د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر پر ویبپاڼې په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي: ((ولسمشر د ۳۱ امریکايي ځانګړو سرتېرو په وژل کېدو خپه دی چې په میدان وردګ ولایت کې د هیلي کاپټر په را غورځېدو کې وژل شوي دي.)) ولسمشر حامد کرزي همدا راز د ښکار شویو ټولو کسانو له کورنیو سره هم د غمرازۍ ښودنه کړې ده او د ویر یو پیغام یې امریکايي ولسمشر باراک اوباما ته هم استولی دی. د ولسمشر د دفتر پر اوبپاڼه خپور شوی بیان وايي ((په هیلي کاپټر کې اووه افغان سرتېري هم ول چې وژل شوي دي.)) خو په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو ایساف پر ویبپاڼې په یوه خبر کې ویل شوي: ((د افغانستان په ختیځ کې د ایساف هیلي کاپټر غورځېدلی دی او اوس مهال د رغاونې عملیات روان دي.))
XS
SM
MD
LG