د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پورونو درجه بندي، د امریکا باور ښکته


د پورونو د درجه بندۍ یوې نړیوالې اېجنسۍ سټینډرډ اینډ پوورز د امریکا د حکومت د قرض اخیستو د باور لوی معیار، یوه درجه را ښکته کړی دی.

دا په لومړي ځل دی چې سټینډرډ اینډ پوورز دا ګام اخیستی دی. هلته بیا د امریکا د خزانې وزارت د دې ګام په اړه ویلي چې د سټینډرډ اینډ پوورز تجزیه حسابي غلطي لري. د جمعې په شپه سټینډرډ اینډ پوورز اعلان وکړ چې په امریکا کې پر حکومتي قرضو، او د دې له کبله د را ولاړېدونکي خطر، په سیاسي توګه د مخنیوي په لاره کې، داسې ښکاري چې د حکومت وړتیا لږه مستحکمه، لږه موثره او لږه د باور وړ ده. دې اېجنسۍ ویلي د امریکا د دوو ګوندو هغه توافقنامه چې تر مخې یې دا هېواد، په خپل بجټ کې شا و خوا ۲،۱ ټریلینه امریکايي ډالره بچت کول غواړي؛ ډېرې کمې پیسې دي چې د هېواد پور را ښکته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG