د لاسرسي ځای

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: نیو یارک ټایمز

پراګ
- که څه هم له نن څخه شاوخوا دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي حکومت لخوا دا پروګرام پیل کړل شوی وو، چې کومو افغانانو په دې هيواد کې له امريکايي پوځونو سره کار کړی وي او اوس هغوی او د هغوی کورنیو ته د طالبانو لخوا د ژوند خطره ورپېښ وي نو هغوی ته به د امريکا ويزې ورکول کيږي . خو تر دې دمه يوازي د دوو کسانو د دستاويزاتو کتنه شوې ده او یوه تن ته د امريکا ويزه ورکړل شوې ده.


په کابل کې د امريکا په سفارتخانه کې د مشن مرستيال مشر ډيوډ ډي پيرس ويلي دي چې د ويزو د دې پروګرام ريکارډ ښه نه دی.


نوموړي زياته کړې ده چې چارواکو سپينې ماڼۍ ته ويلي چې هغوی ته په دې لړ کې د نورو وسايلو او د يوه استازي اړتیا ده.

ډيوډ زیاته کړېده چې د افغانستان لپاره د امريکا نوي سفیر راين سي کروکر هم د ويزو پر دې پروګرام له نوي سره فکر کوي.


په مقاله کې راغلي دي چې په افغانستان کې د اوږدې مودې راهسې د امريکا د ويزو لپاره انتظار د دې هيواد وګړي مايوسه کړي دي ، او دوی وايي چې امريکا دوی او د دوی کورنۍ له خطر سره تر مخامخ کولو وروسته له پامه غورځولې دي .

په افغانستان کې طالبانو يوشمېر ولسي وګړي او تر دې پورې چې د هغوی بچي هم وژلي دي چا چې په دغه هيواد کې له نړيوالو ځواکونو سره اړيکي درلودلې.

ځینې افغان وګړي وايي دوی چې د امريکايي ويزي لپاره کوم دستاويزات ورکړي وو هغه بي درکه شوي دي. هم دا رنګه له ځینو سره د انټرويو کولو هم ژمنې شوې وې خو تر دې دمه هيڅ هم نه دي شوي.


هم دا ډول مبارک شاه چي په هلمند ولايت کې يې د امريکايي ځواکونو د ترجمان په حيث کار کاوی ، وايي هغه يوکال وړاندې د امريکایي ويزې لپاره کاغذونه ورکړي وو خو هغه اوس هم په انتظار کې دی. دی زیاتوي چې د امريکا حکومت نه غواړي چې دوی امريکا ته ولاړ شي .


مقاله لیکي ، دوې اونۍ وړاندې هغو کسانو چې د ويزو لپاره يې کاغذونه ورکړي وو هغوی د امريکا چارواکو ته يو لیک ليکلی وو چي په کې يې د ويزو پر ځنډ نيوکې کړې وې او سفارتخانې ته يې په ټينګار سره ويلي وو چې د ويزې د ورکولو پروسه دي تونده کړل شي.


د امريکا د سينټ غړي بينجمين ايل کارډين د ويزو پر ځنډېدلو د خفګان څرګندونه کړې ده او ويلي یې دي چې له هغو افغانانو سره د مرستو په لړ کې ځنډ راغلی چې د امريکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کي اچولی وو.


بلخوا د امريکا چارواکو ويلي ، د امريکا لپاره کارکوونکي افغان وګړو ته د ويزو ورکولو په لړ کې ستونزې د دې له کبله رامخې ته شوې دي چې دوی په سفارتخانه کې دومره کسان نه لري چې د ويزو لپاره د ورکړل شوو کاغذونو کتنه وکړي.

په مقاله کې راغلي دي چې په افغانستان او عراق دواړو هيوادونو کې امريکايي ځواکونه له ولس سره د خبرو او خپلو مرکزونو ته د دوام ورکولو لپاره د دې هيوادونو وګړي کاروي خو دې وګړو ته د امريکايي ويزو ورکولو پروسه له ځنډ سره مخامخ شوې ده چې له کبله يې په خپلو هيوادونو کې د دې کسانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.
XS
SM
MD
LG