د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو ستنول له نړیوال قانونه سرغړونه ده


هیلمند: په افغانستان کې ماشومان د لوبې پر مهال. د یوه رپورټ تر مخې هر کال په زرګونه افغانان چې په کې ماشومان هم وي د غریبۍ له کبله نورو هېوادونو ته ځي. اسټرالیا غواړي کډوال افغان ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۲مې دی.
هیلمند: په افغانستان کې ماشومان د لوبې پر مهال. د یوه رپورټ تر مخې هر کال په زرګونه افغانان چې په کې ماشومان هم وي د غریبۍ له کبله نورو هېوادونو ته ځي. اسټرالیا غواړي کډوال افغان ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۲مې دی.
رپورټ: مجید بابر خان، مشال راډیو

پراګ
- د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره ادارې یو این ایچ سي آر د اسټرالیا پر حکومت غږ کړی دی چې هغه افغان و پاکستاني کډوال چې پناه غوښتو ته ورغلي دي، دې له هېواده نه باسي.

اسټرالیا ته ۱۴ افغان او پاکستاني ماشومان د پناه غوښتو لپاره، له نورو ۵۵ کسانو سره په کشتۍ کې اسټرالیا ته تللي دي.

په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون یوه غړي احمد نادر نادري، مشال راډیو ته ویلي چې دوی په دې اړه د اسټرالیا له حکومت سره په اړیکه کې دي.

دی وايي چې که د اسټرالیا حکومت دا کسان ستانه کړي نو دا به د بشري حقونو له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه وي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د ادارې یو کار کوونکی شېر محمد خان وايي، دلته اقتصادي او مالي ستونزې دومره زیاتې شوې دي چې هر کس غواړي، چې په هره لار وي، که قانوني وي، که ناقانونه، خو چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس د اسټرالیاوي چارواکو له خولې لیکي، که چېرې دوی دا ماشومان ستانه نه کړي، نو دا به انساني سمګلران نور زړه ور کړي؛ او بیا به هره ورځ، له ماشومانو ډکې کشتۍ دې هېواد ته ور روانه وي.

دا ۱۴ افغان و پاکستاني ماشومام، د پنجشنبې په ورځ، له نورو ۵۵ کسانو سره، د دغه هېواد کرسمس نومي ټاپو (جزیره) ته رسېدلي ول.
که د اسټرالیا حکومت دا کسان ستانه کړي نو دا به د بشري حقونو له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه وي.

دا مهال دا کسان، په هغه ځای کې د نا قانونه کډوالو لپاره په جوړ زندان کې دي.

په اسټرالیا کې د یو این ایچ سي آر مشر نارمن جیلیپسۍ د دې هېواد د ایميګرېشن پر وزیر کرس بوین ټینګار کړی دی چې دا خبره باوري کړي چې یو وړوکی ماشوم هم پرته له خپل مور و پلاره وا نستول شي.

د اسټرالیا د ایميګریشن وزیر کرس بوین وايي، دې ماشومانو ته د سیاسي پناه د ورکولو په اړه، لا څه کار نه دی پیل شوی.

د یوه رپورټ تر مخې، د بې وزلۍ (غریبۍ، نېستمنۍ) له کبله، هر کال، په زرګونه کسان له افغانستان و پاکستانه په نا قانونه ډول نورو هېوادونو ته ځي.

په دوی کې یو شمېر پر لار مړه هم شي.
XS
SM
MD
LG