د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د بوریو مړي


کوټه: په بلوچستان کې د ورکو شویو بلوڅانو خپل خپلوان مظاهره کوي. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال دی.
کوټه: په بلوچستان کې د ورکو شویو بلوڅانو خپل خپلوان مظاهره کوي. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال دی.
لیکوال: ابو بکر صدیق

سرچینه: فارن پالیسي مجله

ژباړه: مشال راډیو


امریکايي مجلې فارن پالیسي (په بلوچستان کې د بوریو مړي) تر عنوان لاندې، د بلوڅانو پر مسلې مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې لیکل شوي، په بلوچستان کې د آزادي غوښتونکو مشري اوس د پخوا په شان هغه قبایلي مشران نه کوي چې په معافیو او وزارتونو خوشاله کېدل. بلکې، د متوسطې طبقې هغه نوي مشران یې کوي چې بښنې او وزارتونه یې په لومړیتوبونو کې نه دي.

بلوچستان هم د افغانستان په ډول د شخړې له منځه وړلو په برخه کې د پر مختګ او تل پاتې حل لپاره سیمه ییزې همکارۍ ته ضرورت لري؛ خو په بوريو کې د مړو میندنه به دا تل پاتې حل نور هم په شا وتمبوي.
د فارن پالیسي د مجلې د دې مقالې لیکوال، ابو بکر صدیق، خپله لیکنه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني له هغې خبرې پیلوي چې ورځې وړاندې یې په کوټه کې کړې وه.

جنرال کیاني ویلي ول: ((پوځ او استخباراتي ادارې د بلوڅانو په هغو وژنو کې هیڅ لاس نه لري چې ورته د [وژنو او غورځولو] اصطلاح کارول کېږي.))

د لیکوال په وینا، د پوځ مشرا دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ، په خپل رپورټ کې ویلي ول چې باید اسلام اباد هرو مرو، د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا، د مشکوکو ورانکارو او سیاسي فعالینو په لویه پیمانه د ورکولو لړۍ سمدستي ودروي.

ابو بکر صدیق لیکي، له دې پرته د بشري حقونو نورو سازمانونو لکه ایمنسټي انټرنیشنل او هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان هم ورته خبرې کړې وې.

لیکوال په مقاله کې، د بلوچستان د قدرتي وسایلو (طبعي زېرمې)، د دې صوبې جغرافیايي موقیعت، ستراتیژیک ارزښت، او په سیمه کې د نورو ګاونډیو او د نړۍ د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي ګټو رڼا اچوي.

دی لیکي، بلوچستان د تېلو، ګیس او معدنیاتو شتمنۍ لري؛ او په نړۍ کې د سرو زرو، او مسو تر ټولو لویه زېرمه هم په دې صوبه کې ده.

د دې ترڅنګ بلوچستان د عرب له سمندرګي سره، چې د بحري سوداګرۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو مصروفه تجارتي لار ده، اوږد ساحل لري.

په دې صوبه کې، زیات ستراتیژیک ارزښت لرونکی، د ګوادر بندر هم پروت دی.

د لیکوال ابو بکر صدیق په وینا، بلوچستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او مغربي اسیا په لاره کې پروت دی.

د دې سیمې هم دغه ستراتیژیک اهمیت، منطقوي سیالي او په سیمه کې یاغي تحریکونه (غورځنګونه) زیات کړي دي.

بلوچستان د ایران له هغو سیمو سره هم پوله لري چې په کې بلوڅان ژوند کوي.

د ایران بلوڅان د هغه هېواد، د ابادي دوه فیصده دي.

د لیکوال په وینا، ایراني بلوڅان هم له سختو محرومیو او کلتوري یرغل (فرهنګي یرغل) سره مخامخ دي.

لیکوال وايي همدا لامل دی چې د افغانستان په اړه پر اختلافاتو سر بېره هم د بلوڅانو سره د چلند کولو په برخه کې، پاکستان او ایران یو نظر لري.

د ده په خبره، بلوچستان د منطقوي ګټو په ترځ کې د جنګ مرکز ګرځېدلی دی.

د پوځ مشر چې د کومو سیاستوالانو ذکر کوي هغه بې اختیاره دي؛ او د عملي خبرو اترو لپاره به يې سترګې د جنرال کیاني پر لور کږې وي چي د ټول واک خاوند دی.

په دې اړه ابو بکر صدیق د پاکستان او هیند ذکر کوي.

پاکستان د هیند په مالي کومک، د افغانستان په جنوب غري سیمو کې د هغو سړکونو د جوړولو کار ته د شک په نظر ګوري چې د ایران له بلوڅ مېشته چا بهار له بندر سره نښلي.

دا ډول بلوچستان، په افغانستان کې، د سیمه ییزو سياليو د مرکز يوه مهمه برخه ده.

پاکستان، بلوڅ ورانکاري په پوره زور سره ځپي؛ او کله نا کله له هغو وسایلو هم کار اخلي چې ورته غربيان يې د القاعده او طالبانو سره د جنګېدو لپاره ورکوي.

ليکوال وايي چې ځېنو بلوڅ فعالينو ورته ويلي، پاکستان د بلوڅانو ياغيتوب ځکه له منځه وړل غواړي چی دا ډول، په صوبه کې، د افغان طالبانو پټنځایونه وژغوري.

دا شان پاکستان په هيند ښکاره تور لګوي چي له بلوڅ ياغيانو سره مرسته کوي او دا ډول شک، اسلام آباد په غير رسمي توګه، د ايران په اړه هم لري.

ليکوال ابو بکر صدیق بيرته څو ورځي وړاندي د پاکستان د پوځ د مشر اشفاق پروېز کياني هغي خبري ته راګرځي چي ويلي یې ول، د شخړې د هواري لپاره دې بلوڅ ياغيان له سياسي ګوندونو سره خبری وکړي.

خو د ليکوال په وينا، د پوځ مشر چې د کومو سیاستوالانو ذکر کوي هغه بې اختیاره دي؛ او د عملي خبرو اترو لپاره به يې سترګې د جنرال کیاني پر لور کږې وي چي د ټول واک خاوند دی.

ليکوال ابو بکر صديق د مقالې په وروستۍ برخه کې، د بلوڅانو پخوانۍ وسله والې مبارزې له اوسنۍ هغې سره پرتله کوي.

دی وای چې پخوا به آزادي غوښتونکي قبايلي مشرانو ته وفاداره ول؛ خو اوس دوی د متوسط طبقې مشرانو ته وفاداره دي.

په پای کي ليکوال ابو بکر صدیق وايي چې بلوچستان هم د افغانستان په ډول د شخړې له منځه وړلو په برخه کې د پر مختګ او تل پاتې حل لپاره سیمه ییزې همکارۍ ته ضرورت لري؛ خو د ليکوال په وينا، ((په بوريو کې د مړو میندنه به دا تل پاتې حل نور هم په شا وتمبوي.))

نوټ: بورۍ ته په پښتو کې بوجۍ هم وايي.
XS
SM
MD
LG