د لاسرسي ځای

درې پاکستاني افسران تر پوځي مقدمې لاندې


کراچۍ: د مې په ۲۲مه (۲۰۱۱) د کراچۍ پر مهران پوځي اډې برید شوی وو. په انځور کې له الوتکو سره لمبې لیدل کېږي.

کراچۍ: د مې په ۲۲مه (۲۰۱۱) د کراچۍ پر مهران پوځي اډې برید شوی وو. په انځور کې له الوتکو سره لمبې لیدل کېږي.

رپورټ: مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان پوځ په کراچۍ کې د بحري ځواکونو د هغو افسرانو کورټ مارشل (نظامي مقدمه، قضیه) کوي چې د روان زېږیز کال د مې په ۲۲ مه د مهران په نوم د اډې د امنیتي چارو ذمه واروان ول.

د مې پر ۲۲مه، پر مهران اورپکو برید کړی وو.

د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د سلیم شهزاد د وژلو حکم ورکړی وو.

امریکايي ورځپاڼه نیو یارک ټایمز او دا فرانسې خبري اژانس اې ایف پي ، د پاکستان د بحري ځواکونو د ویاند کموډور عرفان الحق له خولې لیکي: ((د درې افسرانو کورټ مارشل کېږي))

عرفان الحق د محاکمې د پیلېدو دقیقه نېټه نه ده ښودلې.

که څه هم نوموړي د دې افسرانو د نومونو له ښودو انکار کړی دی، خو اې ایف پي د بحري ځواکونو د یوه چارواکي له خولې لیکي په دې کې کموډور راجا طاهر هم شامل دی.

دې چارواکي دا خبره د نوم نه ښودو په شرط کړې ده.

کموډور راجا د برید پر مهال د مهران بېس د امنیت مسوول وو، خو تر برید دوه ورځې وروسته، له خپلې دندې لېرې کړل شوي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه بیا د پاکستانیو رسنیو په حواله وايي چې له کورټ مارشل سره مخامخ د دوو نورو افسرانو نومونه کپتان اسرار او لیفټیننټ ابرار دي.

د درې افسرانو کورټ مارشل کېږي.

د ویاند کموډور عرفان الحق په وینا، پر مهران بېس، تر برید وروسته د رییر ایډمېرل تحسین الله په مشرۍ کې جوړې شوې پلټنیزې کمېټۍ، پر درې واړه افسرانو د امنیت د ساتلو په برخه کې د غفلت کولو تور پورې کړی دی.

د مې په ۲۲مه څلور برید کوونکي مهران بېس ته په ننوتو کې بریالي شوي ول او هلته یې د امریکايي ساخت دوه پي سي درې نومي الوتکې تباه کړې وې.

د برید کوونکیو او امنیتي سرتېرو تر منځ تر ۱۶ ګېنټو پورې ډزې شوې وې چې په کې ۱۰ امنیتي سر تېري وژل شوي ول.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، پر مهران پوځي اډې، پر داسې وخت برید شوی وو چې د پاکستان پوځ لا مخکې د اسامه بن لادن، په اېبټ اباد کې د وژل کېدو په ترځ کې، له سخت خجالت سره مخامخ وو.

د ورځپاڼې په وینا، پاکستاني چارواکي وايي چې پرید کوونکیو ته له دننه مرسته تر لاسه وه، خو د پلټنو په ترځ کې چې پخوانی کوم کمانډر نیول شوی وو، هغه وروسته یا خوشې کړل شو.

تر دې برید وروسته، پاکستانی خبریال سلیم شهزاد ووژل شو.

نوموړي په خپل یوه رپورټ کې ویلي ول چې پر مهران بېس برید، د بحري پوځ د ځېنو نیول شویو کار کوونکیو، له القاعده سره د تړاو د تور، په غبرګون کې شوی وو.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي چارواکو ویلي، د دوی استخبارات وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د سلیم شهزاد د وژلو حکم ورکړی وو.

آی ایس آی دا خبره ردوي.
XS
SM
MD
LG