د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوروپا کې بازارونه راغورځېږي


په اوروپايي بازارونو کې نن کاروباري برخې تاواني شوې دي او په دې ډول یې د نړیوال بازارونو را غورځېدو ته دوام ورکړی دی.


بازارونه ځکه تاواني شوي دي چې پانګه اچوونکي اندېښمن دي چې امریکايي اقتصاد شاید بیا له بحران سره مخامخ شي او د یورو په کاروونکیو هېوادونو کې د حکومتي پورونو مسله کېدای شي ایټالیې او هسپانیې ته خپره شي. نن د کاروبار د پیلېدو پر مهال، د اوروپا بازارونه له دوه فیصده زیات ښکته لاړل. تر دې مخکې نن اسیايي مالي بازارونو دې ته ورته تاوانونه لیدلي دي. د پنجشنبې ورځ، د امریکايي مالي بازار لپاره، په ۲۰۰۸ کال کې تر مالي بحران وروسته، تر ټولو بده ورځ وه. تېره ورځ په امریکا کې د ډاو جونز صنعتي اوسط له ۵۰۰ زیاتې اشارې را وغورځېد. د جرمني د وزیر اعظمې اینګیلا مېرکل یوه ویاند ویلي، مېرکل او د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزی به پر اوسنیو مالي حالاتو په ټیلي فون خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG