د لاسرسي ځای

ملا عمر او ظواهري په بلوچستان کې نشته: رییساني


کوټه: د بلوچستان اعلا وزیر نواب اسلم رییساني. دا د ۲۰۰۹ز کال انځور دی.

کوټه: د بلوچستان اعلا وزیر نواب اسلم رییساني. دا د ۲۰۰۹ز کال انځور دی.

رپورټ: خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر په کوټه کې له يو شمیر لوړ پوړو چارواکوسره لیدلي دي.

ده له چارواکو سره د بلوچستان په حالاتو خبرې کړې دي.

سربېره پر دې چې موڼتر له ځېنو سیاستوالانو سره لیدلي، ده د مدني ټولنې له بېلا بېلو څانګو سره له تړلو خلکو سره هم خبرې کړې دي او له خبریالانو سره یې هم لیدلي دي.

د پنجشنبې په ورځ مونټر د بلوچستان اسمبلۍ لیدنه وکړه او هلته یې له سپیکر اسلم بوتاني سره ولیدل.

تر دې وروسته مونټر رسنیو ته وویل (( امریکا په دې خوشاله ده چې نه يواځې له پاکستان سره، بلکې په ځانګړي ډول له بلوچستان سره دوستي لري. دا ځکه چې په بلوچستان کې جمهوري ادارې فعاله دي. له سپيکر سره په ملاقات کې زه په ډېر څه خبر شوم چې دلته څه ډول حالات دي. او له دې سره موږ په دې هم زور ورکوو چې تر ډېره وخته د بلوچستان پرمختګ لپاره کار وکړو))

تر دې وروسته د امریکا سفیر د بلوچستان له اعلا وزیر نواب اسلم ريیساني سره ملاقات ولیدل.

د حکومت بلوچستان له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي: ((اعلا وزیر کیمرون مونټر ته ویلي چې په بلوچستان کي نه د طالبانو مشر ملاعمر او نه ایمن الظواهري شته دی.))

نواب اسلم رییساني د رسنيو هغه خبرې يوځل بیا رد کړې چې په بلوچستان کي د طالبانو کوټه شورا فعاله ده.

خبرپاڼه زیاتوي د مونټر او رئیساني ترمنځ په دې ملاقات کې د بلوچستان په حالاتوهم خبري شوې دي، چي د امریکا سفیر بیا هم باور ورکړی چې د دوي حکومت به له بلوچستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG