د لاسرسي ځای

په افغانستان کې درې بهرني سرتېري وژل شوي دي


ناټو اتحاد وايي په افغانستان کې د دوی درې سرتېري، په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د ناټو له یوه خبري بیان سره سم، دوه سرتېري د افغانستان په جنوب کې د سړک تر غاړې د بمي چاودنې په پېښه کې وژل شوي دي. درېیم سرتېری د هېواد په ختیځ کې وژل شوی دی. ناټو په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي.
XS
SM
MD
LG