د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات




د پاکستان نيوز لائن مجله وايي چې په دې هيواد کې له امريکا ضد جذباتو څخه د سياسي ګټو د پورته کولو هڅه کيږي چې دا ډول ټولنه د تندلاريت پر لور يوړل شي.

د پاکستاني مجلې نيوز لائن ليکوال اکبر ايس احمد په امريکايی دپلوماتانو باندي د سفري بنديزونو وروسته د دواړو هيوادونو د اړیکو په په اړه وايي چې مهمه خبره دا نه ده چې آخر به دا ډرامه څنګه پای ته رسيږي بلکه داده چې د پاکستان حکومت د وقتي ګټو لپاره د هيواد اوږد مهاله ثبات له لاسه ورکول غواړي.

دده په وينا د پیپلز پارټی د حکومت د امريکا ضدجذباتو څخه ګټه اخستل يو نظرياتي نه بلکه سياسي ګام دی.

دده په وينا حکومت د کراچی د ناآراميو په کنټرولو او هند د پاکستان تر ټوله نا خوښه هيواد ګرزولو کې پاتې راغلی نو د يوداسي کار کولو کوشش کوی چې په هغه ولس خوښاله کیدې شي.

د ليکوال په خبره ددې لپاره حکومت ته د امريکا پر ضد ګام اخستل غوره په نظر راغلی دی.

دده په وينا د دا ځکه چې د پیبلز ګوند حکومت ويني چې په پاکستان کې د امريکا ضد جذباتو څخه نورو خلکو څنګه ګټي اخستي دي.

خو ليکوال پیبلز ګوند ته سلا ورکوي چې د امريکا ضد جذباتو څخه ګټه اخستل دي د خپل سياست برخه نه جوړوي.ځکه دا به په نني وخت کې نه يوازي هيواد په داسي حال کې له خطر سره مخامخ کړي چې د امريکا مرستي ته ضرورت لري بلکه دا به د امريکا پرضد د جذباتو د خورولو تحريک ته نورو هوا هم ورکړي چې په ډير تيزي سره په پاکستان کې جرړي کوي.


اکبر ایس احمد وايي چې د امريکا غوښتني دومري زیاتي شوي چي پکار نه دی پاکستان يي ټولي و مني ځکه دا د حکومت ذمه واري ده چې د هيواد سالميت وساتي او که داسي ونکړای شي نو بيا خلک د غصه کيدو حق لري.

دده په وینا يو ذمه واره حکومت ته د خپلو کړنو او د هغو د اوږد مهاله نتيجو جاج اخستل پکار دی.

د نيوز لائن ليکوال د پاکستان سیکولر ، لبرل اونورو پوه خلکو ته مشوره ورکوی چې بې خايه دې د امريکا ضد جذباتو ته هوا نه ورکوي. دی وايي که چرته امريکا ضد ريډيکل جذبات د پاکستان د سیاسي مزاج برخه جوړ شو نو ددې تر ټولو لومړی قربا نيان به ږيرخرېلي، تر قي پسنده قوتونه او ښځې وي.

اکبر ايس احمد وايي چې راځۍ بې ځايه زور ونکړو او فيصلې پر حکمت وکړو. دی وايي چې هر هغه څوک چې خبره يي اوريدول کيږي پکار دی د پاکستان د نن او سبا لپاره ددې ليونتوب پر ضد ږغ پورته کړي.

.
XS
SM
MD
LG