د لاسرسي ځای

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک په عدالت کې


نن په قاهره کې د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک عدالتي مقدمه پېل شوه ،چې ورباندې د درغلیو اود مظاهره چیانو د وژنې امر ورکولو تورونه دي ، د روان کال فبرورۍ میاشتې پاڅون د هغه ۳۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله.

رپورټونه وایی ۸۳ کلن حسني مبارک له شرم الشیخ نه چې پکې د هغه علاج روان دی د قاهرې پولیس اکيډمي ته یوړل شوی چیرته چې د هغه د کیس اوریدنه کیږي.

مبارک ، د هغه د حکومت پخوانې بهرنیو چارو وزیر حبیب ال ادلي ، او د پولیس 6 لوړ پوړي چارواکي د مرګ او د مرګ هڅو لپاره تورن دي. چې په مصر کې د پاڅون پر مهال 850 وظاهرچیان وژل شوي وو.

که چيرې پر دوی دا جرمونه ثابت شي نو د مرګ سزا سره مخامخ کيداې شي.
XS
SM
MD
LG