د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په امن کې د پاکستان کردار


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین په پاکستان غږ ګړې چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې دې د حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې او پخلاینې د هڅو ملاتړ وکړي.

نوموړي دا خبرې تېره ورځ د پاکستان په سر ښار اسلام آباد کې کړي چیرته چې یی د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سیکرېتري سلمان بشیر سره درې اړخيزه خبرې اترې سره کړې.

ګروسمین ويلي په افغانستان کې د پخلاينې په بهیر کې پاکستان یو خاص او مهم رول لري.

د مشال تر رڼا لاندې اونیز بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې پاکستان د سیمې په امنیت کې څه رول ترسره کولای شي،چې میلمانه یې

په کابل کې د حقوقي او سیاسي چارو خبریال نصرالله ستانکزی،په کابل کې د نړیوالو چارو اسدالله ولولوجي او په اسلام آباد کې خبریال خبریال شایق حسین دي.
کوربه یې مجید بابر دی
XS
SM
MD
LG