د لاسرسي ځای

احمد شاه اعظمي، مشال راډیو


قاهره - مصر له ډيري مودې راهيسي د نړۍ د يو شمېر هيوادونو د وګړو لپاره د سېل مهم ځای ګرځېدلی دی. د ګڼ شمېر تاريخي آثارو او ځايونو سربېره د سمندر پاکي اوبه د دې هيواد د شهرت لامل ګرځېدلي دي.

د نړې له اوو عجوبه څخه يوه عجوبه اهرامات هم د دې هيواد په جزيه ښار کي دي چي تر ميلاد څه باندي دوه نيم زره کاله وړاندي د وخت پاچهانو د مقبرو کار ورڅخه اخستی.

مصر ته هر کال څه باندي يو کروړ او لس لکه سيلانيان راتلل خو د روان کال د جنوري پر ۲۵مه نېټه چي د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک د دېرش کلن رژيم په ضد ولسي پاڅون وشو او حالات سره ګډ وډ شول نو د سيلانيانو په شمېر کي هم ډېر زيات کمبوت رامنځ ته شو.

په حقيقت کي په مصر کي تر پاڅون وروسته هيڅ کوم کار پاتې نشو ځکه چي سيلانيان ټول ولاړل او موږ مجبور شو چي خپل کارونه د سېلګرۍ په برخه کي پرېږدو او ټېکسي وچلوو.

په پلازمېنه قاهره کې د مصر د مرکزي ميوزيم له عمومي مشر ډاکټر طارق العوادي ددغه هيواد دسېلګرۍ د اوسني حالت په اړه وایي ،” تېر کال مصر ته يو کروړ او لس لکه سيلانيان راغلل او زموږ دا پلان و چي د سيلانيانو دا شمېر دوه کروړه ته ورسوو. خو موږ هيله من يو چي سېلګري به يو ځل بيا وده ومومي او موږ به دسيلانيانو هغه پخواني شمېر ته ځان ورسوو او زموږ دا خواهش دی چي په راتلونکي کال کي د سيلانيانو شمېر دوه کروړه ته ورسيږي٬٬

جزیه: د مصر د اهرامونو یو منظر.




په مصر کي د لکونو کسانو اقتصاد له سېلګرۍ سره تړلی دی چي ځيني په غیر مستقیمه توګه او ځيني نور يې بيا مستقیم ډول په دې ډګر کي کار کوي. ډاکټر طا رق العوادي وايي چي په مصر کي سېلګري د هيواد د آمدن يوولس فيصده برخه تشکيلوي.

((موږ خلګ بايد په دوو برخو کي وويشو. يو هغه خلګ دي چي په بلاواسطه ډول له سېلګرۍ سره تړلي دي لکه د سېلګرۍ کمپنياني، د سېلګرۍ مشران او لارښوونکي او هوټلونه. بلي خوا ته بيا داسي کسان شته چي هغه نېغ په نېغه د سېلګرۍ له کاروبار سره تړلي دي لکه د ټېکسي موټروانان، دکانداران او د بازارونو خلګ چي له سيلانيانو سره يې سروکار وي. نو په مصر کي سېلګري يو لوی کاروبار دی او د هيواد د آمدن يوولس فيصده برخه تشکيلوي)).


په مصر کي د ۲۵م جنوري پاڅون او د سيلانيانو نه راتګ په اقتصادي توګه ګڼ شمېر کسان اغېزمن کړي دي چي د بيلابيلو څانګو سره اړه لري. په قاهره کي د نيل د مشهوره سيند پر غاړه ولاړ يو ټېکسي ډرايور سيد عبدالله چي پخوا يې د سيلانيانو بس چلوی په مات زړه وويل چي په ډېره ګرانه يې ورځ تيريږي.

((په حقيقت کي په مصر کي تر پاڅون وروسته هيڅ کوم کار پاتې نشو ځکه چي سيلانيان ټول ولاړل او موږ مجبور شو چي خپل کارونه د سېلګرۍ په برخه کي پرېږدو او ټېکسي وچلوو. داسي فکر وکړه چي په اوسني وخت کي په مصر کي سياحت بېخي نشته. ټولي کمپنياني وزګاري دي او کار نشته. خلګ څه وکړي؟ حالات ښه نه دي. سيلانيان چي مصر ته راشي يريږي. دوی وايي چي خپله مصريان په امن کي نه دي نو موږ به څنګه په امن کي و اوسېږو)).
د مصر سکندریه ښار چې د میډيټرانې سمندرګي پر غاړه پروت دی


مصر ته د سيلانيانو نه راتګ د دکاندارانو کاروبار هم سخت اغېزمن کړی دی. د قاهرې په مشهوره او تاريخي بازار، حسېن، کي يو ځوان دکاندار محمد يسري په پخوانيو وختو پسي ارمان کوي او وايي چي سېلګري د مصر لپاره د پيسو ګټلو يوه لار وه.

((مخکي سېلګري ډېره ښه وه. دا د مصر لپاره د پيسو ګټلو يوه لاره وه. تر ۲۵م جنوري وروسته هر څه له مينځه ولاړه او هيڅ هم نشته. سېلګري له مينځه ولاړه او په مصر کي حالات خراب شو. مخکي تر دې دلته اتيا يا نيوي فيصده سېلګري وه خو اوس د لس او شل فيصده په خوا و شا کي دی. تر ۲۵م جنوري وروسته ډېر کم شوی دی)).

په مصر کي زياتره خلګ د ۲۵م جنوري په پاڅون خوشاله دي او د آزادۍ احساس کوی. که څه هم د سېلګرۍ له صنعت سره د تړل شوو يو شمېر کسانو کاروبار اغېزمن شوی دی خو بيا هم دوی هيله من دي او خپل راتلونکی روښانه بولي.


سکندریه: د مصر د سکندریه کتابتون یو منظر.


د مصر په تاريخي بازار خان الخليلي کي يو تاجر عصام وايي چي راتلونکي ته خوشاله دی ځکه چي مصر يو ښکلی هيواد دی او هر سړی غواړي چي دلته راشي.

((تر انقلاب وروسته هيڅ سيلانيان نشته خو تېر کال ډېر زيات وو. خو که خدای کول هر څه به د پخوا په شان شي او په راتلونکي کي به بهتري راشي او موږ راتلونکي ته خوشاله يو، ځکه چي هر کس غواړي چي تر انقلاب وروسته مصر ته راشي ځکه چي دا ډېر ښکلی هيواد دی)).

مصر د نړۍ يو لرغونی هيواد دی چي د زرګونو کلونو زوړ تمدن لري. له همدې کبله مصريان په ډېر وياړ ځان ته فرعونيان وايي او له خپل هيواد سره بې کچه مينه لري.
XS
SM
MD
LG