د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا نوې پرمختللې ډرون الوتکې جوړې


ژباړه: ګل آیاز

نيويارک ټایمز ورځپاڼه ليکې چې د امريکا مشهوره جاسوسي الوتکې يو ټو به ختم شي او ددې ځای به ډرون الوتکې نیسي. يو ټو جاسوسي الوتکې په سوړ جنګ او په افغانستان کې استعمالې دي او ددي الوتکو د جوړلو لپاره د ګلوبل هاک په نامه کارخانه جوړه شوي وه.

د هوايي ځواکونو چارواکو پريکړه کړيده چې د ۱۲ اربه ډالرو ګلوبل هاک پروګرام کې به يوټو جاسوسي الوتکې په ډرون بدلوي او دا به د استخباراتو او د څارني لپاره نورې پیاوړې کوي چې پکې به نوره پرمختللې ټيکنالوجي کارول کېږي.


د امريکا سمندری ځواکوانه هم دغه ډول بي پایلټه ډرون الوتکو لپاره د ۱۱ اربه ډالرو د لګولو پلان لري.

ورځپاڼه ليکي چې ډرون الوتکو د جنګ شکل بدل کړی دی او دا الوتکي به په لوړه ارتفاع د جاسوسي کولو جوګه وي. په ډرون ټيکنالوجي کې د ځينو تيکنيکي بدلونونو ضرورت لري خو د پوځ سياست او د بجټ له امله دا کار ډير په ورو روان دی.


ورځپاڼه زياته وی چې د ډرون نوی ماډل جوړول او په دې کې پرمختللی يا جديد سېنسر لګولو باندی به ډير مصرف راځي او د دې ډرون جوړولو خرچه به د یوې الوتکې د جوړولو د لګښت هومره وي.

ورځپاڼې د هوايي کرښو د یوه څيړونکي رچرډ ابولفيا له خولې ليکي چې ګلوبل هاک یو متاثره کن وسيله ده او ګران بییه هم ده او يوټو الوتکې ډیره موده مخکې ختمې شوې دي.

د امريکا پوځي مرکز پينټاګون تجويز کوي چې د هوايي ځواکونو نوی ډرون ماډل د څارني لپاره قابل نه دي. د نوي ماډل ځيني سامان آلات او پرزې په وخت کار نه کوي او له دې سره سره د ټيلي فون او ريډيو خبرې اترې هم نه دي راخیستي.

ورځپاڼه د پينټاګون او د نارتروپ ګرومين چې جاسوسي الوتکي جوړلو کمپني ده ،د چارواکو له خولې ليکي چې د ډرون خرابې پرزې یې بدلې کړي دي او ددې له کبله يې مثبت نتيجي رابرسره کړې دي.

په مارچ مياشت کې د جاپان د زلزلي، په ليبيا او په افغانستان کې د څارنې ښه عکسونه وېستلي دي.

ورځپاڼه ليکي چې د يوټو جاسوسي الوتکو د راغونډولو کار بايد سږ کال مکمل شوی وای خو نارتروپ ګرومين هيله مند دي چې ۲۰۱۲ کال پورې به ډيرې جاسوسي الوتکي راشي.

ځيني څيړونکي دريځ لري چې پوځي بجټ کې د کمي له امله هم د يوټو جاسوسي الوتکو په ډرون کې د بدلولو کار ورو کيدای شي.


ورځپاڼه ليکي چې نارتروپ ګرومين کمپني د جاسوسي الوتکو تيکنيکی خرابي لرې کولو کار کوي او د نوي پلان ترمخه به د امريکا هوايي ځواکونه ۳۱ سمندري ځواکونه ۶۸، جرمني او ناټو به هم د دې کمپنۍ څخه نوې او جديد ډرون الوتکې واخلي.
XS
SM
MD
LG