د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان سوله کې پاکستان پرېکنده رول لري


د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمین ،د افغانستان د بهرنو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین او د پاکستان د بهرنو چارو مرستیال سکریټري سلمان بشیر
د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمین ،د افغانستان د بهرنو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین او د پاکستان د بهرنو چارو مرستیال سکریټري سلمان بشیر
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین په پاکستان غږ کړې چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې دې د حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې او پخلاینې د هڅو ملاتړ وکړي.

نوموړي دا خبرې تېره ورځ د پاکستان په سر ښار اسلام آباد کې کړي چیرته چې یی د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سیکرېتري سلمان بشیر سره درې اړخيزه خبرې اترې سره کړې.

ګروسمین ويلي په افغانستان کې د پخلاينې په بهیر کې پاکستان یو خاص او مهم رول لري.دی وایي،" زما په فکر د دریو مهمو هیواودونو دغه ډله په دې خبرې رڼا اچوي چې د پخلایني په بهیر کې دې باید پاکستان خپل یو ځانګړې او مهم رول اولوبوي.٬٬

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له طالبانواو اسلامي اورپکو سره اړيکې پاتې شوي دي چې له افغان پولې سره جوخت د پاکستان قبایلي سیمه د خپلو خوندي پټن ځایونو په توګه کاروي .

د امریکا-افغانستان او پاکستان خبرې په داسې حال کې کېږي چې امریکا اوس له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پلان پیل کړی چې د مهال وېش له مخې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه به بشپړېږي.
XS
SM
MD
LG