د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندوز کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان په کندوز ښار کې نن سهار د يوې امنيتي کمپنۍ د ساتونکو پر ودانۍ ډله ييز ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې درې ساتونکي ووژل شول او د عامو خلكو په ګډون ۱۱نور ټپيان دي.

بريد د تخارستان مدرسې ترڅنګ د کابورا په نوم يوه شخصي امنیتي کمپنۍ باندې شوى، چې د G.T.Z موسسی ته د ساتونكو په روزلو کې يې همکاري درلوده.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش وايي، ځانمرګي درې تنه وو، چې يوه يې د کابورا خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو د ودانۍ په دروازه کې خپل موټر ته چاودنه ورکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل.

د نوموړي په وينا، د بريدکوونکو او ساتونکو تر منځ نيم ساعت جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې پاتي ځانمرګي بريد کوونکي هم ووژل شول او نښته پاى ته رسيدلې.

د اقتاش په وينا، په دغه ډله ييز ځانمرګي بريد کې درې ساتونکي او درې بريدکوونکي وژل شوي او د يادې ودانۍ ترڅنګ يو شمېر نورې دولتي او ملکي ودانۍ هم زيانمنې شوي دي.

د کندوز د حوزوي روغتون سرچينې وايي، چې روغتون ته يې څلور مړي او۱۱ ټپيان ور وړل شوي دي.په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو پړه تل وسله وال ېالبان پر سر اخلي.
XS
SM
MD
LG