د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې خبریالان له ستونزو سره مخامخ دی


په پېښور کې خبریالان د نصرالله اپریدي د وژنې خلاف مظاهره کوي .نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۱ م کال
په پېښور کې خبریالان د نصرالله اپریدي د وژنې خلاف مظاهره کوي .نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۱ م کال

رپوټ ګل آیاز


پراګـ ـ
د بي پولي خبريالانو سازمان په پاکستان کې د خبريالانو د امنيت په اړه اندښي څرګندي ګړې دې. سازمان په خپل يو خبر پاڼه کې وایي چې تير لسو ورځو کې په کراچې کې په دوو خبريالانو هغه وخت بريدونه وشو چې هغوی په کار بوخت وو.

خبر پاڼه کې سازمان زياته وی چې دآج ټيلي ويژن سيد شهريار عاصم او د چينل پينځم ملک منور باندی بريدونه شوي دي او هم له دې سره سره په کراچې کې خبريالان له ګواښونو سره مخامخ دي.

پاکستان د نړۍ په ۱۷۸ هيودونو کې په ۱۵۱ نمبر دی چېري خبریالان په بیا بیا له خطرونو سره مخامخېږي.

پيښور کې د بی پولی خبريالانو سازمان استازی اقبال خټک وايي چې دا وخت په ټول ملک کې د خرابو امنیتي حالاتو له کبله ازاد جرنلزم ډير ګران دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان وایي چې په سوات کې د ايکسپريس ټيلی ويژن بيورو مشر شيرين زاده د امنيتي ځواکونو لخوا د کار پر وخت نيولی شوی او وهل شوي دي. شيرين زاده وايي،امنیتي کسانو په اردو کې راته وویل ،چې دلته مه راځه ما ورته وویل چې زه خبریال یم او همدا خبره مې لا نه وه پوره کړې چې درې کسانو راباندې برید وکړ و ښه سخت یې وډبولم.٬٬


په پاکستان کې خبريالان وخت په وخت له بيلا بيلو خواو ځپل کيږي او د بې پولې خبريالانو سازمان وایي ، چې سږ کال ۷ خبريالان وژل شوي دي. تير کال ۱۱ خبريالان وژل شوي وو چې ټول د خپل کار له وجې وژل شوي وو. د بې پولې خبريالانو استازی اقبال خټک وايي چې د حکومت له خوا د ناکافی ګامونو له امله د خبريالانو په وژنه کې اضافه شوې ده.


که څه هم د حکومت په وينا خبريالانو ته تحفظ ورکولو خبری کيږی خو زمکني حقایق ډير جلا دي. پاکستان د نړۍ په ۱۷۸ هيودونو کې په ۱۵۱ نمبر دی چېري خبریالان په بیا بیا له خطرونو سره مخامخېږي.
XS
SM
MD
LG