د لاسرسي ځای

د رېښم لارې بیاجوړولو امریکايي خوب


رېښم لار د لرغونې سوداګرۍ مرکز

رېښم لار د لرغونې سوداګرۍ مرکز


په واشنګټن کې د مشال خبریال محمد طاهر لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په ورستیو کې د هند د سفر پر مهال د یوې نوې رېښم لارې د جوړولو خبره وکړه. هغې د پخواني وختونو ذکر وکړ چې څنګه به د جنوبي او منځني اسیا هیوادونه، د لارو په یو جال د یو بل سره تړلي هیوادونه وو. او یو بل سره به یی په آزاده توګه تجارت کولو .

خبریال دا یو ښه فکر ګڼي خو لیکي د پخوانيو وختونو په پرتله اوس دا یوه عادي لاره نه ده بلکه له دې سره یو نړیوال جال تړلی دی چې پکې بیل بیل اقتصادونه شامل دي. نو ځکه پکار ده اول ځیني حقایق په پام کې و ساتل شي.

خبریال ليکي یواځې خواهیش کول به د دې پروژې د مکملولو لپاره کافي نه وي. تر اوسه داسې ډير کم ښکاري چې دغه هیوادونه د آزاد سرحدونو او تجارت په ګټو پوه دي.

په منځنۍ دوره کې د رېښم لار سره تړلي د منځنۍ ، جنوبي، او منځني ختیځ هیوادونو تر مینځ سرحدونه ډیر کم وو. خو په پیچلې لارو له یو بل سره تړلې وو. او هغه وخت کې سیاسي او امنیتي حالات هم بل شان وو.

د مثال په توګه ایران، چې لرغونۍ فارس وو د پخوانۍ رېښم لارې یوه مهمه برخه وه. خو اوس ایران هغه هیواد دی چې پرې ملګرو ملتونو د تجارت او دغه شان نور بندیزونه لګولي دي. نوپوښتنه دا ده آیا ایران به د نوې ريښم لارې برخه جوړ شي او که څنګه؟

خبریال زیاتوي بل پخوانی هند دی چې اوس په دریو هیوادونو هند، پاکستان او بنګله دېش کې تقسیم شوی دی او تر څو د پاکستان او هند مشران د سولې د خبرو اترو په اړه رضا نه وي ، تر هغه به په سیمه کې د تجارت لارې پراخول بې معنا وي. د دې لپاره پکارده لومړی هغه سیاسي مسلې حل شي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ موجودې دي

د پاکستان او افغانستان تر مینځ هم په تعلقاتو کې کشالې شتون لري. چې د تجارت لپاره یوه ښه فضا نه ده. بل لورې په پاکستان کې دننه د اورپکو موجودیت امنيت ته یو خطر دی چې بهرني سرمایه کاران به نه غواړي په دې ملک کې پانګه ولګوي.

بل خوا افیم یواځنۍ څیز دی چې له افغانستانه افیم په سیمه یزو پولو مسلسل اړول کيږي. بیا د ټرانسپورټ لپاره دحلقوي سړک یا رنګ روډ په نامه یوه دیرش کلنه زړه پروژه اوس هم مکمله نه ده. چې فنډونه یی زیاتره امریکا او سعودي عرب ورکړي دي. دا وخت چې واشنګټن د سیمې نه خپل ځواکونه و باسي پوښتنه دا راولاړیږي چې آیا افغان وګړي به پخپله د دې سړک ساتنه وکړای شي؟

د خبریال په خبره ازبکستان هم د اوبو د لانجې پر سر له خپل ګاونډي هیواد تاجکستان سره تجارت محدود کړی دی .تاجکستان پلان لري چې له اوبو بجلي پیدا کړي خو ازبکستان په تاجکستان تور لګوي چې د اوبو سرچينې ختموي.

بل لورې ازبکستان په قیرغیزستان کې د نسلي ازبکو په لانجه هم غصه دې. د ازبکستان ټولواکه ولسمشر اسلام کریموف هم په آزاد تجارت او سرحدونوکې دلچسپي نه ده ښودلې

. دغه راز د ترکمانستان د ټولواکه ولسمشر له وجې دغه هیواد بالکل یواځې پاتې دی. او په تګ راتګ کې مشکلات هغه یوه وجه ده چې د ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او د هند تر مینځ د پایپ لاین پر پروژه لا تر اوسه کار نه دی پیل شوی.

خو بیا هم منځنۍ اسیا د نوې رېښم لارې د پروژې مرکز دی چې امریکا یی ملاتړ کوي.

خبریال ليکي یواځې خواهیش کول به د دې پروژې د مکملولو لپاره کافي نه وي. تر اوسه داسې ډير کم ښکاري چې دغه هیوادونه د آزاد سرحدونو او تجارت په ګټو پوه دي.
XS
SM
MD
LG