د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان نوی سفارتي کړکېچ


رپورټ: احمد شاه اعظمي

پراګـ ـ د امريکا حکومت تېره ورځ د پاکستان لخوا د هغه ګام په اړه خپل غبرګون څرګند کړی چي په پاکستان کي د امريکايي سفارتکارانو پر سفر د بنديز په اړه پورته کړل شوی دی.

امريکا په دې لړ کي پاکستان ته خبرداری ورکړی که چيري په پاکستان کي د دوی د سفارتکارانو پر سفر بنديزونه ليري نکړل شول نو په امريکا کي به پر پاکستاني سفارتکارانو همدغه ډول بنديزونه ولګوي.

د دواړو هيوادونو تر منځ په استخباراتي او پوځي اړيکو کي دکړکېچ وروسته اوس سفارتي اړيکي هم د ترينګلتيا ښکار شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک ټونر په دې اړه وويل چي په دا ډول حالاتو کي ورته معامله همېشه تر غور لاندي راتلای شي. خو نوموړي زياته کړه چي دوی د پاکستان له حکومت سره د لانجې د هوارولو لپاره په همکارۍ سره کار کوي.

ټونر وويل،په دې لړ کي دوی په واشنګټن او اسلام آباد کي له پاکستاني چارواکو سره ليدلي هم دي او دوی باور لري چي دا لانجه به هواره شي ځکه چي آزادانه سفر کول زموږ د سفارتکارانو حق دی

بلخوا په اسلام آباد کي يوې خبري غونډي ته د وينا کولو پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر ويلي و چي دو ی په پاکستان کي د ځانګړو هيوادونو د سفارتکارانو پر سفر بنديز نه دی لګولی بلکې ځيني داسې قوانين شته چي ټول سفارتکاران بايد عمل پر وکړي.


هغه زیاتوي، موږ په پاکستان کي د تګ لپاره د ځانکړو هيوادونو پر سفارتکارانو بنديز نه دی لګولی خو څه قوانين داسې دي چې هغه به هر يو سفارتکار احترام کوي. د امريکا د سفارتکارانو په اړه به زه تاسو ته په څرګند ډول ووايم چي پر هيڅ سفارتکار داسي هيڅ ډول بنديز نه دي لګول شوی٬٬


د امريکايي ځواکونو لخوا د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي د القاعده تنظيم د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ په استخباراتي او پوځي اړيکو کي کړکېچ را منځ ته شو چي د وخت په تېرېدو سره اوس سفارتي اړيکي هم د ترينګلتيا ښکار شوي دي.

په پېښور کي د نړيوالو اړيکو ښوونکی او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خان وايي، دواړه هيوادونه يو بل ته ضرورت لري خو هر هيواد هڅه کوي چي خپله خبره په بل ومني.

دی زیاتوي، دواړه غواړي چي زموږ خبره پکي زياته شي او د خپل اهميت نه فايده واخلي نو لګيا دي فشار اچوي. د هغې نه داسي لګي چي ورو ورو له دواړو نه کيسه ورانيږي. کوشش به د دواړو دا وي چي بالکل ورانېدو ته و نه رسي خو داسي لګي چي حالات خرابيږي. د يو نه بله شي، بيا يو بل کار وکي، بل بل کار وکي، نو حالات خطرناک اړخ ته هم تلای شي. دا زما خيال دی چي د ول (برلاسيتوب) جګړه ده چي څوک څومره سختي زغملای شي او له خپل پوزيشن نه به څومره وروسته شي. اوس داسي شوه چي يا امريکا به له خپلي خبري نه وروسته کيږي او پاکستان ته به سر ږدي او يا پاکستان به له خپلي خبرې نه وروسته کيږي او امريکا چي د ترهګرۍ په ضد جنګ کي څه وايي، په وزيرستان کي يا يو ځای بل ځای به پوځي عمليات کوي. زما خيال دی اوس به په مينځ کي خبره نه کيږي، اوس سمجهوته کول ډېر ګران شول، منځنۍ لاره موندل ډېره ګرانه شوه او په وخت سره به ګرانيږي٬٬


د دواړو هيوادونو تر منځ به په اړيکو کي دا کړکېچ پر پاکستان څومره اغېز ولري او آيا پاکستان به د امريکا غوندي لوی هيواد سره اختلاف وزغمي که نه؟ د همدې پوښتني په ځواب کي ډاکټر اعجاز وايي چي په روانو حالاتو کي به د پاکستان لپاره دومره تکليف زغمل ډېر ګران شي ځکه چي حالات سمي خوا ته نه دي روان.

پاکستان وايي که دا تکليف ما لږ نور وزغملو نو امريکا به مجبوره شي. امريکا ګڼي که پر پاکستان باندي ما تکليف زيات کړی نو پاکستان به مجبوره شي. اوس په پاکستان کي د زياتره خلګو دا خيال دی او زما دا خيال دی چي دې وخت کي ډېره خطرناکه لوبه کيږي لګيا ده. او دې وخت کي به د پاکستان لپاره دومره تکليف زغمل ډېر ګران شي او د دې قيمت ورکول به ډېر سخت وي. بهر حال دا به وخت ښيي خو زما خيال دی حالات ډېر تکليف ده خوا ته روان دي

که څه هم د پاکستان او امريکا تر منځ په اړيکو کي ښکته پورته راځي خو د روان کال د مې له دوهمي نېټې راهيسي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي له پر لپسې کړکېچ سره مخ دي چي د پوهانو په وينا که سم لوري ته نه يوړل شوې نو پايلي به يې ډيري خطرناکي وي.
XS
SM
MD
LG