د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د شام په لروبر کې د حکومت ضد مظاهرچیانو پر وړاندې په دوشنبه چې د مسلمانانو د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وه ، د امنیتي ځواکونو په چپاونو کې څه نا څه ۲۴ تنه وژل شوي دي.
د بشري حقونو یوې لندن مېشتې شامي څار ډلې ویلي چې ډېری مرګونه د حما مرکزي ښار کې شوي چې د اتوار ورځې راهیسې درانه پوځي عملیات پکې روان دي.
رپوټونه وايي د اتوار ورځ هم د حما په ګدون د شام په لروبر کې څه باندې سل تنه وژل شوي چېري چې د ټانکو په بدرګه کې عسکرو پر ښار یرغل وکړ.
بلخوا د ملګرو ملتونو امنيتي شورا امنیت شورا هم د ګل ورځ د تړلو ورونو شاته په خپله یوه غونډه کې د شام پر روان سخت تشدد خبرې کړې.
ډپلوماټو ویلي چې لویدیز هیوادوونه دې په شام کې د مظاهره چیانو پر ضد د شامي ریژیم لخوا د روان تشدد غندلو لپاره د خپل پرېکړه لیک مسوده بیا وړاندې کړي.
تر دې وړاندي د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي بايد نړيواله ټولنه د شام ولس په شا ودريږي. همداراراز د امريکا د بهرنو چارو د وزارت وياند مارک ټونر ويلي امريکا د شام ولس سره په دي غم کې شريکه ده.
ياده دي وي چي چين او روسيه د وړاندي څخه د شام د ولسمشر بشارلاسد پر ضد د مذمتي قرارداد د ملاتړ نه انکار کړي.