د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'القاعده د غړې ' مقدمه پیل شوې ده


د القاعده مشر ایمن الظواهیري
د القاعده مشر ایمن الظواهیري
رپورټ: مشال راډیو

ریاض
- په سعودي عرب کې له القاعده سره د تړاو په تور د یوې ښځې مقدمه پیل شوې ده.

سعودي رسنۍ وايي دا لومړۍ ښځه ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ د فعالیتونو په تور دولت تورنه کړې ده.

رپورټونه وايي، د یکشنبې په ورځ ځانګړي جنايي عدالت د دې ښځې د مقدمې اورېدنه پیل کړه.

دا ښځه په دې تور نیول شوې وه چې له القاعده سره یو ځای شوې وه، د دې ترهګرې شبکې اشتهاري عناصرو ته یې پناه ورکړې وه، او دې ته یې غړي استخدامول.

دا ښځه په سعودي رسنیو کې د (القاعده د ښځې) په نوم یادول کېږي.

ویل کېږي د مقدمې تر لاندې دا ښځه ۴۵ کالنه ده.

رسنۍ وايي باور لري دا ښځه تېر کال په بوریده ښار کې نیول شوې وه چې د قاسم ولایت مرکز دی.

له سعودي عربه د راغلیو رپورټونو له وینا سره سم، د دې ښځې کورنۍ غوښتنه کړې وه چې د دې مقدمه دې د ولس مخې ته نه کېږي؛ نو ځکه اوس دا اورېدنه په شخصي ډول، او د رسنیو له موجودګۍ پرته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG